د هندي ډزو په نتيجه كښې تراوسه د مېرمنو ماشومانو پشمول 26 بې ګناه وګړي شهيدان او 107 ژوبل شوي٬

هندي اقدامات د تذويراتي غلط فهمو سبب جوړیدے شي۔ د خارجه سېكتر اعزاز احمد چوهدري د سلامتي كونسل مستقل غړو ته بريفنګ

د هندي ډزو په نتيجه كښې تراوسه د مېرمنو ماشومانو پشمول 26 بې ګناه وګړي شهيدان او 107 ژوبل شوي٬
هندي اقدامات د تذويراتي غلط فهمو سبب جوړیدے شي۔ د خارجه سېكتر اعزاز احمد چوهدري د سلامتي كونسل مستقل غړو ته بريفنګ

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 11نومبر2016ء) خارجه سېكتر اعزاز احمد چوهدري د هند د اړخه پھ اېل او سي او وركنګ باؤنډري پرله پسې د ډزو سخته غندنه كولو سره اندېښنه څرګنده كړې چې هندي اقدامات د تذويراتي غلط فهمو سبب جوړیدے شي۔ ده دا خبره د شورو په ورځ په پاكستان كښې د سلامتي كونسل مستقل غړو ته د هند د اړخه په اېل او سي او وركننګ باؤنډري د پرله پسې د ډزو په حقله بريفنګ وركولو سره وكړه۔

د خارجه دفتر وياند له مخې خارجه سېكتر د پي فائيو هېوادونو سفيرانو ته بريفنګ وركولو سره د هندي ځواكونو د اړخه په اېل او سي او وركننګ باؤنډري د ډزو شدت او د كليو پھ نښه كولو تحفظات څرګندولو سره ووئيل د هندي ډزو په نتيجه كښې تراوسه د مېرمنو ماشومانو پشمول 26 بې ګناه وګړي شهيدان او 107 ژوبل شوي دي۔ خارجه سېكتر په 9 نومبر په اېل او سي د توپ خانې كارولو غندنې كولو سره ووئيل چې د هند د اړخه 13 كاله پس لويه وسله كارولې شوې۔ پاكستان په ځوابي كاروائۍ مجبوره شوې۔ د پاكستان وسله والو ځواكونو د هندي جارحيت ځواب وركړے۔ د بريفنګ پھ مهال د ملټري آپرېشنز ډائريكټورېټ نمائندګانو د اېل او سي او وركننګ باؤنډري په تازه صورتحال تفصيلي پريزنټېشن وركړو۔