سرلښكر جنرال راحيل شريف د سوات د ببېلا بېلو سيمو مينګورې٬كانجو او خوازه خيلې دوره وكړه

سرلښكر جنرال راحيل شريف د سوات د ببېلا بېلو سيمو مينګورې٬كانجو او خوازه خيلې دوره وكړه

پینډۍ (پاکستان نیوز پوائنٹ 11نومبر2016ء) سرلښكر جنرال راحيل شريف د سوات د بېلا بېلو سيمو مينګورې٬كانجو او خوازه خيلې دوره وكړه۔ د دورې پھ مهال سرلښكر جنرال راحيل شريف د خېبرپښتونخوا اعلٰی وزير سره د سوات كينټونمنټ د بنياد تيګه كېښودله۔ په سيمه كښې امن لپاره د سيمې اولس په غوښتنه پھ 8ستمبر 2015م د سوات كينټونمنټ منظوري وركړی شوې وه۔ د آئي اېس پي آر له مخې سرلښګر دستورې ته په خپل خطاب كښې د سوات اولس ته پېرزوينې وړاندې كړی كوم چې د ترهه ګرۍ په ضد د خپل وسله وال ځواك سره اوږه په اوږه ولاړ و۔

د سوات اولس له په دې تاريخي ورځ مباركي وركولو سره سرلښكر ووئيل امنيتي ځواكونو سوات تل له د ترهه ګرو څخه پاك كړے او د امن او سلامتيا لپاره به خپل كردار ترسره كوو۔ ده ووئيل په سوات كښې د كينټونمنټ جوړول د ترهه ګرو لپاره د عبرت علامت دے۔ د سوات كينټ به د امن بحالۍ له د قانون نافذ كونكو ادارو باور زياتېدو سره سره پھ سيمه كښې امن لپاره د هر ډول خطرو مخ نيوي كښې مرستياله وګرځي۔

ده ووئيل د سوات كينټونمنټ به سماجي پرمختګ له ګټور ثابت شي۔ ده ووئيل د يوې تګلارې ترمخه د فاټا او مالاكنډ پرمختيائي پروژې به بشپړولې شي۔ د ترهه ګرو په ضد د شويو عملياتو په سيمو كښې تراوسه 700 لويې وړې پروژې پیل شوې دي چې مقصد يې پھ ځايي كچه د ژوند معيار ښه كولو له د مسئلو حل كول دي۔ ده ووئيل ټوله نړۍ د پاك پوځ د ترهه ګرۍ په ضد عملياتو او د كډوالو بحالۍ له د خذماتو اعتراف كوي۔

سرلښكر د ځايي وګړو پرله پسې ملاتړ ستائېلو سره ووئيل چې د وګړو حمايت او قربانۍ زمونږ پھ كاميابۍ كښې مهمې دي۔ وزيراعلٰی او ځايي قيادت د سرلښكر لخوا په سوات كښې په كينټونمنټ جوړولو د هغه مننه وكړه۔ سرلښكر په سوات كښې د شېخ خليفه بن زيد ماډل روغتون دوره هم وكړه او په روغتون كښې ئې ښه آسانۍ وستائېلې۔ ده د ځايي وګړو٬د روغتون عملې او د يو اے اي مننه وكړه۔ د يو اے اي سفير عيسٰی عبدالله الباشي نعمائي هم په دې موقع موجود و۔ سرلښګر په سوات كښې د جوړېدونكې آرمي پبلك سكول دوره هم وكړه۔ كور كمانډر لېفټيننټ جنرال هدايت الرحمان٬د سوات جي او سي ميجر جنرال عاصف عفور د سرلښكر هركلے وكړو۔