وزيراعظم محمد نواز شريف د فېصل آباد۔پنډي بهټياں موټروے په سېكشن د سانګله هل انټرچېنج پرانسته وكړه

وزيراعظم محمد نواز شريف د فېصل آباد۔پنډي بهټياں موټروے په سېكشن د سانګله هل انټرچېنج پرانسته وكړه

سانګله هل (پاکستان نیوز پوائنٹ 11نومبر2016ء) وزيراعظم محمد نواز شريف د فېصل آباد۔پنډي بهټياں موټروے پھ سېكشن د سانګله هل انټرچېنج پرانسته وكړه۔ دې پروژې سره به ښار او نورې سيمې موټروے سره نيغ په نيغه وتړلې شي۔ په سانګله هل انټرچېنج د دوو ټول پلازو 3.7 كلوميټر اوږد دے۔ د پروژې په تعمير 29 كروړ 92 لك لاګښت راغلې۔ د انټرچېنج پرانستې پھ موقع د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير برجيس طاهر٬دوهمه وزيره سائره افضل تارړ او د پارلمان غړي هم موجود وو۔

انټرچېنج به په لكونو اولس ته لاهور٬اسلام آباد او تر سرګودها آسانه رسنه وركړي۔ د انټرچېنج څخه به چنيوټ٬چك جهمره فېصل آباد او جهنګ ته رسنه وشي۔ په فېصل آباد كښې جوړیدونكې انډسټريل زون كمرشل ټرافېك به هم د انټرچېنج څخه استفاده وكړي۔ د سانګله هل په ځاي د انټرچېنج جوړول د ځايي آبادۍ پخوانۍ غوښتنه وه۔د پروژې بشپړېدو سره به پھ لكونو خلكو ته آسان سفر ترلاسه شي۔ پروژې سره به د زرعي او د صنعتي پرمختګ د لارې د معاشي خوشحالۍ لارې لار هواره شي۔