مرکزي بانك په بېنكنګ نظام كښې 880 اربه روپۍ شامل كړې

مرکزي بانك په بېنكنګ نظام كښې 880 اربه روپۍ شامل كړې

کراچۍ (پاکستان نیوز پوائنٹ 11نومبر2016ء) د پاكستان مركزي بانك د اوپن ماركيټ آپرېشن له مخې په بېنكنګ نظام كښې 880 اربه روپۍ شامل كړې دي۔ د خبر له مخې مركزي بانك د جمعې په ورځ د اوپن ماركيټ آپرېشن له مخې په بېنكنګ نظام كښې 7 ورځو له د 5.80 فيصد كلن رېټ آف ريټرن په حساب 880 اربه روپۍ شاملې كړې دي۔ په اوپن ماركيټ آپرېشن كښې د وړاندې كړې شوې بولۍ رېنج 5.58 فيصده نه تر 5.80 فيصده د كلن حساب له مخې 880 اربه روپۍ ټاكل شوې۔ په نېلامۍ كښې ګډون كوٶنكو د 24 واړو بولي كوٶنكو وړانديزونه منظور كړې شوي دي۔