د پي اے سي احكامات عملي كولو له د خاص كمېټۍ د غونډو شېډول جاري كړې شو

د پي اے سي احكامات عملي كولو له د خاص كمېټۍ د غونډو شېډول جاري  كړې شو

اسلام آباد ۔ 11 نومبر (اے پی پی) د پبلك اکاؤنټس کمېټۍ ( پي اے سي) احكامات عملي كولو له د خاص كمېټۍ د غونډو شېډول جاري كړې شوې۔ د قامي اسمبلۍ سېكټرېټ له مخې د خاص كمېټۍ د غونډې مشري به كنوېنئر رانا افضال حسېن كوي۔ غونډې به په 14م ٬ 15م ٬ 28م ٬ او 29 دسمبر كولې شي چې پكښې به د وفاقي وزارتونو او ډويژنونو د آډټ په اعتراضونو د پبلك اكاٶنټس كمېټۍ د پرېكړو په رڼا كښې د عملدرآمد د صورتحال جاج اخستلې شي۔