د شمالي وزيرستان د آئي ډي پيز د ستنېدو په دېريم پړاؤ كښې 5 زره كورنۍ ستنې شوې٬د شمالي وزيرستان كډوالو ته د 6 مياشتو وړيا خوراك٬كمبلې او خيمې وركولې شي

د شمالي وزيرستان د آئي ډي پيز د ستنېدو په دېريم پړاؤ كښې 5 زره كورنۍ ستنې شوې٬د شمالي وزيرستان كډوالو ته د 6 مياشتو وړيا خوراك٬كمبلې او خيمې وركولې شي

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 11نومبر2016ء) د "ضرب عضب" عملياتو له امله د شمالي وزيرستان د ځپل شويو كډوالو په درېم پړاؤ كښې 5 زره كورنۍ بېرته خپلو سيمو ته رسېدلې دي۔ د فاټا سېكرټرېټ چارواكو له مخې د بې كوره شويو كسانو د ستنېدو د درېم پړاؤ پیل كېدو څخه وروستو د شمالي وزيرستان 5 زره كورنۍ بېرته خپلو سيمو ته رسېدلې دي۔ بېرته تلونكو بې كوره شويو كسانو ته د زونګ سم د لارې 25 زره روپۍ او 10 زره روپۍ د كرايه په مد كښې وركولې كېږي۔ د چارواكو له مخې بېرته تلونكو بې كوره شويو كسانو ته د 6 مياشتو وړيا خوراك٬كمبلې او خيمې وركولې شي۔