د "ضرب عضب"عملياتو له امله د ځپل شويو كورونو د سروے عمل روان دے٬ تراوسه د 17 زره 50 كورونو سروے بشپړه شوې۔ فاټا سېكرټرېټ

د

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 11نومبر2016ء) په فاټا كښې د "ضرب عضب" عملياتو له امله د ځپل شويو كورونو د سروے عمل روان دے۔ تراوسه د 17 زره 50 كورونو سروے بشپړه شوې۔ د جمعې په ورځ د فاټا سېكرټرېټ وياند محمد علي اے پي پي سره په خبرو كښې ووئيل چې فاټا كښې د ضرب عضب عملياتو له امله په ځپل شويو سيمو كښې د كورونو د سروے عمل روان دے دغسې چې د بې كوره شويو كسانو د كورونو د زيان اندازه لګولو سره دوي ته معاوضه وركړې شي۔

ده ووئيل چې تراوسه په سروے كښې د 17 زره 50 كورونو سروے شوې چې پكښې 11 زره 982 كورونه په مكمل توګه تباه شوي او 5 زره 68 كورونو ته پھ جزوي توګه زيان رسېدلې۔ ده ووئيل چې سروے كښې د سوئېلي وزيرستان 7 زره 504 كورونه په مكمل توګه تباه او 2 زره 748 كورونو ته پھ جزوي توګه زيان رسېدلې۔ د شمالي وزيرستان 441 كورونه په مكمل توګه تباه شوي او 1 زره 257 كورونو ته جزوي زيان رسېدلې۔

ده ووئيل چې اوركزئي 816 كورونه په بشپړه توګه تباه شوي او 50 كورونو ته جزوي زيان رسېدلې۔ په كرم ايجنسۍ كښې 349 كورونه په مكمل توګه تباه شوي دي او 67 كورونو ته جزوي زيان رسېدلې او خېبرايجنسۍ 2872 كورونه په بشپړه توګه تباه شوې او 910 كورونو ته په جزوي توګه زيان رسېدلې۔ ده ووئيل چې بې كوره كسانو ته د كورونو بيا جوړولو لپاره د معاوضې ادائيګۍ لړۍ روانه ده۔ په بشپړه توګه د تباه شويو كسانو كورونو مالكانو ته څلور لكه او پھ جزوي توګه د ځپل شويو كسانو د كورونو مالكانو ته يو لك 60 زره روپۍ ادا كولې شي۔