د سندھ ګورنر جسټس (ر) سعيد الزمان صديقي د چوكۍ سوګند پورته كړو

د سندھ هائيكورټ چيف جسټس د ده څخه سوګند واخستو٬د سوګند پورته كولو په دستوره كښې اعلٰی وزير٬د صوبائي كابينې غړو٬سياسي مشرانو٬سول او پوځي چارواكو ګډون وكړو

كراچۍ(پاکستان نیوز پوائنٹ 11نومبر2016ء) د سندھ نوي ګورنر جسټس (ر) سعيد الزمان صديقي د خپلې چوكۍ سوګند پورته كړو۔ په ګورنر هاؤس كراچۍ كښې په يوه دستوره كښې جسټس (ر) سعيد الزمان صديقي د سندھ د 31م ګورنر په توګه سوګند پورته كړو۔ د دستورې انتظاماتو مشري د سندھ چيف سېكتر محمد صديق مېمن وكړه۔ د نجي ټي وي چينل له مخې د سوګند پورته كولو دستوره د جمعې په سهار ګورنر هاؤس كراچۍ كښې وشوه۔

په دستوره كښې د سندھ وزيراعلٰی مراد علي شاه٬د سندھ اسمبلۍ سپيكر آغا سراج دراني٬پخوانې ګورنر معين الدين حېدر٬صوبائي محتسب اسد اشرف ملك٬د نېب دوهم ډائرېكټر سراج النعيم٬صوبائي وزيرانو٬سېكترانو او د وسله والو ځواكونو استازو پشمول اعلٰی چارواكو ګډون وكړو۔ د دې څخه وروستو د سندھ ګورنر جسټس (ر) سعيد الزمان صديقي سره د سندھ وزيراعلٰی سيد مراد علي شاه ګورنر هاؤس كښې ملاقات وكړو او د سندھ ګورنر ته يې مباركي وركړه۔ د سندھ ګورنر د سندھ وزيراعلٰی مننه كولو سره ووئيل چې صوبه كښې د مسئلو حل لپاره به د ګورنر سېكريټرېټ او وزيراعلٰی هاؤس ترمينځه شريك مشاورت او مرسته روانه ساتو.