اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 10نومبر2016ء) داخله وزير چوهدري نثارعلي خان به(نن)د جمعې پھ ورځ د نادرا آن لائن ګيلو اورېدو سسټم باقاعده پرانسته كوي۔دستوره به د نادرا په هېډكوارټر كښې كېږي۔د ګيلو او فيډ بېك نوي آن لائن سسټم ترمخه كوم هم خواست كونكې د خواست لمبر په سسټم كښې اچولو سره د نادرا اهلكار په ګوته كوي چا چې خواست ترلاسه كړې وي او د چا سره د خواست كونكي رابطه شوي وي۔
دغسې د كومې ګيلې په صورت به نه يوازې اړوند اهلكار په ګوته كېږي بلكې د حقيقي او جائزې ګيلې په صورت به د هغه اهلكار په كاركردګۍ راپور كښې درج كېږي۔داخله وزير اولسي ګيلې تر نظره ساتلو سره نادرا ته د يو داسې سسټم جوړولو سپارښتنه كړی وه چې له امله يې بداخلاقي كونكې نادرا اهلكار پھ سمدستي توګه په ګوته كړې شي۔