يخنۍ كښې د رجسټرډ افغان كډوالو هېواد ته د ستنېدو عمل تر فرورۍ ځنډول شوے۔ د يو اېن اېچ سي آر بيان

يخنۍ كښې د رجسټرډ افغان كډوالو هېواد ته د ستنېدو عمل تر فرورۍ ځنډول شوے۔ د يو اېن اېچ سي آر بيان

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 10نومبر2016ء) يو اېن اېچ سي آر په خپل بيان كښې وئيلي دي چې په يخنۍ كښې د رجسټرډ افغان كډوالو هېواد ته د ستنېدو عمل تر فرورۍ ځنډول شوے او 25 زره رجسټرډ افغان كډوال به د خېبرپښتونخوا څخه تر 30 نومبر كال 2016 افغانستان ته ستانه شي او د دسمبر د وړومبې نيټې كال 2016 نه تر 28مه فرورې كال 2017 به د رجسټرډ افغان كډوالو هېواد ته د ستنېدو عمل موخر وي۔ په بيان كښې وئيلي شوي دي چې د بلوچستان څخه د كډوالو د ستنېدو عمل د 7 نومبر نه تر 28مه فرورې د وړاندې نه موخر كړے شوے دے۔ د يادونې وړ ده چې سږ كا ل تر اوسه 3 لكه 75 زره افغان كډوال هېواد ته رسېدلي دي۔