په الماتے كښې د پاكستان وړومبې سنګل كنټري نندارتون "مېډ ان پاكستان" پېل شو

په الماتے كښې د پاكستان وړومبې سنګل كنټري نندارتون

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 10نومبر2016ء) د قزاخستان په پايه تخت الماتے كښې د پاكستان وړومبې سنګل كنټري نندارتون "مېډ ان پاكستان" پېل شو۔ په قزاخستان كښې د پاكستان سفير عبدالسالك خان او په مېنځنۍ اسيا كښې د يو اېس اېډ سيمه ايز ډائرېكټر جتندر چيمه په ګډه د نندارتون پرانسته وكړه دا نندارتون به تر 13م نومبر جاري وي۔ د نندارتون اهتمام ټي ډي اے پي او د هري پور چېمبر آف كامرس د يو اېس اېډ پاكستان په مرسته كړے۔ په نندارتون كښې د ټېكسټائل ٬ فرنيچر٬ هنډي كرافټس٬ داروګانو٬ سپورټس٬ قالين او د وريژو پشمول د نورو څيزونو سټالونه لګول شوي دي۔