تېرو څلورو كالو كښې كوچنو بندونو لپاره 48728 مېليونه روپۍ بېلې كړې شوې دي

تېرو څلورو كالو كښې كوچنو بندونو لپاره 48728 مېليونه روپۍ بېلې كړې شوې دي

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 10نومبر2016ء) حكومت تېرو څلورو كالو كښې كوچنو بندونو لپاره 48728 مېليونه روپۍ بېلې كړې دي۔ د منصوبه بندۍ او پرمختګ وزارت له مخې سږ كال 17-2016 په مهال وفاقي بجټ كښې كوچنو بندونو له 11581 مېليونه روپۍ بېلې كړې شوې دي۔ وفاقي حكومت كوچنو بندونو لپاره په كال 13-2012 كښې 10850 مېليونه ورپۍ٬ كال 14-2013 كښې 15448 مېليونه روپۍ٬ كال 15-2014 كښې 11041 مېليونه روپۍ بېلې كړې دي۔ د منصوبه بندۍ وزارت چارواكو اے پي پي ته ووئيل د كوچنو بندونو جوړېدو سره به د اوبو په خاص توګه د كركيلي څانګې ضرورتونه ترسره كولو كښې مرسته ترلاسه شي۔