پاكستان او ايران په مذهبي٬تاريخي٬كلتوري او علمي خپلولو تړلې دي٬

د الر الترجمه مقصد د بېلا بېلو ژبو معياري كتوبونه په اردو كښې ترجمه كول او پاكستاني اولس ته رسول دي٬د تهران پوهنتون د اردو څانګې او مشهد كښې علامه اقبال سنټر لپاره د 22 جلدونو اردو لغت ډالۍ كوو۔د وزيراعظم سلاحكار عرفان صديقي د ايراني سفير سره خبرې

پاكستان او ايران په مذهبي٬تاريخي٬كلتوري او علمي خپلولو تړلې دي٬
د الر الترجمه مقصد د بېلا بېلو ژبو معياري كتوبونه په اردو كښې ترجمه كول او  پاكستاني اولس ته رسول دي٬د تهران پوهنتون د اردو څانګې او مشهد كښې علامه اقبال سنټر لپاره د 22 جلدونو اردو لغت ډالۍ كوو۔د وزيراعظم سلاحكار عرفان صديقي د ايراني سفير سره خبرې

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 10نومبر2016ء) د وزيراعظم د قومي٬تاريخ او ادبي ورثې سلاحكار عرفان صديقي وئېلي دي پاكستان او ايران په مذهبي٬تاريخي٬كلتوري او علمي خپلولو تړلې دي٬د الرالترجمه مقصد د بېلا بېلو ژبو معياري كتوبونه په اردو كښې ترجمه كول او پاكستاني اولس ته رسول دي٬د تهران پوهنتون د اردو څانګې او مشهد كښې علامه اقبال سنټر لپاره له د 22 جلدونو اردو لغت ډالۍ لېږو۔

ده دا خبرې د زيارت په ورځ د اسلامي جمهوريه ايران سفير مهدي هنر دوست سره د خبرو په مهال وكړی كوم چې د زيارت په ورځ ده سره ملاقات وكړو۔د ملاقات په مهال د وزيراعظم سلاحكار عرفان صديقي د ايران سفير ته ووئيل د ده د وزارت له مخې په اكادمي ادبيات كښې دالرالترجمه جوړ كړی شوې٬ ٬د الرالترجمه مقصد د بېلا بېلو ژبو معياري كتوبونه په اردو كښې ترجمه كول او پاكستاني اولس ته رسول دي۔

د ايران سفير مهدي هنر دوست د الترجمه جوړولو هركلے وكړو او وې وئېل زمونږ خواهش دے چې اردو ادب په فارسۍ كښې ترجمه شي او د فارسۍ لوستونكو ته ورسولې شي چې دغسې د دواړو هېوادونو د اولسونو رانزدې كولو له مرسته تر لاسه شي۔عرفان صديقي ووئيل د تهران پوهنتون د اردو څانګې او پھ مشهد كښې علامه اقبال سنټر لپاره به د 22 جلدونو اردو لغت ډالۍ لېږو۔

د ملاقات په مهال د ايران او پاكستان ترمينځه آركيالوجي او د ميوزيم په څانګو كښې د مرستې نه علاوه د كلتوري تبادلې پروګرام ته په پراختيا وركولو اتفاق وكړو۔د ايران سفير عرفان صديقي ته د ايران د دورې كولو بلنه وركړه كومه چې مننه قبوله كړې شوه ۔پھ دې موقع د قامي تاريخ او ادبي ورثه ډويژن دوهم سېكتران محمد جنيد اخلاق٬مشهود احمد مرزا او د ايراني سفارت چارواكي هم موجود وو۔