د منصوبه بندۍ او پرمختګ وزير احسن اقبال پھ مشرۍ كښې د سنټرل ډوېلپمنټ وركننګ ګوند غونډه٬د اربونو روپو پرمختيائي پروژو منظوري وركړی شوه

د منصوبه بندۍ او پرمختګ وزير احسن اقبال پھ مشرۍ كښې د سنټرل ډوېلپمنټ وركننګ ګوند غونډه٬د اربونو روپو پرمختيائي پروژو منظوري وركړی شوه

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 10نومبر2016ء) د سنټرل ډوېلپمنټ وركننګ ګوند غونډه كښې د اربونو روپو پرمختيائي پروژو منظوري وركړی شوې ده ۔ د زيارت په ورځ د منصوبه بندۍ او پرمختګ وزير احسن اقبال پھ مشرۍ كښې په پلاننګ كميسون كښې غونډه وشوه۔پھ غونډه كښې د وفاقي او صوبائي حكومتونو اعلٰی چارواكو ګډون وكړو۔په غونډه كښې د اربونو روپو پرمختيائي پروژو منظوري وركړی شوه۔

پھ دې پروژو كښې د پاك سېكرټرېټ كښې د جومات جوړولو او اپ ګرېډېشن لپاره د 44 كروړه 80 لكه روپو منظوري وركړی شوه۔په غونډه كښې د پاكستان ګرين جوړولو لپاره د بوټو لګولو د 3.6 بلينه پروژه ايكنك ته ولېږلې شوه۔په غونډه كښې د چترال هائيډل پاور سټېشن صلاحيت د يو مېګاواټ څخه تر 5مېګاواټ رسولو له د 2.2 بلين لګښت پروژې منظوري وركړی شوه۔پاكستان كښې د برېښنا ميټرو او بلونو ښه كولو له د دوه اربه روپو لګښت سره د پروژې منظوري وركړی شوه۔خېبرپښتونخوا كښې د 20 وړو بندونو جوړولو لپاره د 45 كروړه 20 لكه روپو لګښت پروژه منظور كړی شوه۔ غونډه كښې د فېصل آباد نه تر عبدالحكيم موټروے 138 كلوميټر جوړولو لپاره د زمكې ترلاسه كولو له د 4.3 بلين لګښت پروژه ايكنك ته ولېږلې شوه.