د امريكې نوي انتظاميې سره د نزدې اړيكو خوښي لرو٬د امريكې د نوې ټاكلې شوي اولس مشر د كشمير په مسئله د ثالثۍ د وړاندېز هركلے كوو٬

پھ امريكا كښې سياسي بدلون د معمول ترمخه دے او دې سره به دوه اړخيزه اړېكې نه ځپلې كېږي٬د برتانيې وزيراعظم د هند تږ په مهال د كشمير شخړه پھ نظرانداز كولو مونږ د خپل تشويش نه خبر كړے٬پاكستان به افغانستان كښې امن بحالۍ له كردار ترسره كوي۔پاكستان سعودي سره مستحكمې اړيكې لري٬سعودي عرب مشتاق او جے اېف 17 تهنډر الوتكو كښې خوښي لرلې٬پاكستاني كښې حقاني نېټ ورك هېڅ وجود نه لري٬د اړي ګړي په هڅو كښې ككړ 6 هندي سفارتكار هېواد ته ستانه شوي ۔د خارجه دفتر وياند نفيس ذكريا اونيز پرېس بريفنګ

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 10نومبر2016ء) پاكستان د امريكې نوي انتظاميې سره د نزدې اړيكو خوښۍ لرلو سره وئېلي دي د پاكستان او امريكې اړيكې د اووه لسيزو څخه راروانې دي٬ د امريكې نوې ټاكلې شوي اولس مشر د كشمير په مسئله د ثالثۍ د وړاندېز هركلے كوو٬پھ امريكا كښې سياسي بدلون د معمول ترمخه دے او دې سره به دوه اړخيزه اړېكې نه ځپلې كېږي٬د برتانيې وزيراعظم د هند دورې په مهال د كشمير شخړه پھ نظرانداز كولو مونږ د خپل تشويش نه خبر كړی٬پاكستان به په افغانستان كښې امن بحالۍ له كردار ترسره كوي۔

پاكستان سعودي سره مستحكمې اړيكې لري٬سعودي عرب مشتاق او جے اېف 17 تهنډر الوتكو له خوښي څرګنده كړې٬پاكستاني كښې حقاني نېټ ورك هېڅ وجود نه لري٬تحربي هلو ځلو كښې ككړ 8 كښې 6 هندي سفارتكار خپل هېواد ته ستانه شوي دي ۔د خارجه دفتر وياند نفيس ذكريا د زيارت په ورځ اوونيز پرېس بريفنګ په مهال د پاكستان او امريكې اړيكو په اړه د خبريالانو د بېلو پوښتنو ځواب وركولو سره ووئيل د پاكستان او امريكې ترمينځه اړيكې په اوو لسيزو اډانه دي٬پاكستان د امريكې نوي انتظاميې سره د نزدې اړيكو خوښي لري٬مونږ د كشمير په شخړه د نوو ټاكلې شوي اولس مشر د ثالثۍ وړاندېز هركلے كوو۔

وياند ووئيل د كشمير اولس د خپل حق خود ارادايت لپاره قربانۍ وركوي۔پاكستان به د كشميريانو سفارتي٬اخلاقي او سياسي ملاتړ روان ساتي۔وياند ووئيل پاكستان په مقبوضه كشمير كښې د هندي عسكرو د اړخه پرله پسې د ظلمونو او د بشري حقونو په خلاف ورزيو تشويش لري۔د حقاني نېټ ورك په حقله د يوې پوښتنې پھ ځواب ده ووئيل سږ كال جولائي نه تراوسه د حقاني نېټ ورك 8 كمانډران افغانستان كښې وژلې شوي كوم چې د دې خبرې ثبوت دے چې دا نېټ ورك په پاكستان كښې وجود نه لري۔

د افغانستان په حقله د يوې پوښتنې په ځواب ده وئيل پاكستان په افغانستان كښې امن او استحكام غواړي او دا نه يوازې د دواړو هېوادونو بلكې د ټولې سيمې په ګټه دے۔پاكستان به په افغانستان كښې امن له خپل كردار ترسره كوي۔ د سعودي د سرلښكر د پاكستان دورې په حقله د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل پاكستان د سعودي سره مستحكمې اړيكې لري۔سعودي عرب جے اېف 17 تهنډر او د مشتاق الوتكو اخستوله خوښي څرګنده كړې۔د دواړو هېوادونو ترمينځه پھ دې اړه خبرې اترې روانې دي۔ده ووئيل پاكستان د سائنس او ټېكنالوجي په څانګه كښې پرمختګ كړې۔د هند د اړخه د سندھ طاس لوظ نامې خلاف ورزۍ په اړھ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل پاكستان د ثالثي عدالت جوړولو لپاره نړيوال بانك ته رجوع كړې ده.