د رېنجرز ګاډې ټرافيكي پېښې سره مخ شو٫ 2 اهلكار مړه 9 ژوبل

د رېنجرز ګاډې ټرافيكي پېښې سره مخ شو٫ 2 اهلكار مړه 9 ژوبل

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 10نومبر2016ء) د رېنجرز ګاډې فتح جنګ سره نزدې په موټروے ټرافيكي پېښې سره مخ شوې چې په ترڅ كښې ئې 2 اهلكار مړه او 9 ژوبل شوي ۔ د شخصي ټي وي راپور له مخې په اسلام آباد موټروے اېم ون فتح جنګ سره نزدې ګاډې د ټائيراډ ماتېدو له امله اپوټه شوې چې په نتيجه كښې ئې د رېنجرز دوه اهلكار په ټكي مړه او 9 ژوبل شوي ۔ ژوبل شوي كسان د پېنډۍ سي اېم اېچ ته منتقل كړې شوې۔د رېنجرز اهلكار پېنډۍ څخه تور بېلې ته روان ٶ او په ګاډي كښې 14 اهلكارو مزل كولو۔