د امریکې په خارجه پاليسۍ كښې به پاكستان له ھغه مقام ورړے شي د كومې چې حق لري۔ډاكټر مصدق ملك

د امریکې په خارجه پاليسۍ كښې به پاكستان له ھغه مقام ورړے شي د كومې چې حق لري۔ډاكټر مصدق ملك

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 10نومبر2016ء) د وزیر اعظم محمد نواز شریف خاص مرستيال ډاكټر مصدق ملك وئيلي دي د امریکې نوې ټاكلي شوي اولس مشر ډونلډ ټرمپ د انتخابي كمپائن په مهال د سختو بيانونو آثرات به وخت سره سره ختم شي۔ راډيو پاكستان سره خپلو خبرو كښې ده د پاکستاني حکومت او اولس لخوا د امريكې اولس ته په 45م اولس مشر ټاكلے كېدو مباركي وړركولو سره وئيلي دي د ټاكنو كمپائن او رياستي انتظام دوه بېلې معاملې دي ۔

ده ووئيل د اولس مشر ټاكلے كېدو نه پس چې ټرمپ كوم بيا وركړې په ھغې كښې ئې وئيلي دي زه د ټولو امريكائي وګړو اولس مشر يم او اوس به د امريكې د پرمختګ او سوكالۍ مزل پېل كوٶ۔ د پاکستان امریکې د اړيكو پحقله د پوښتې په ځواب كښې ده ووئيل د امریکې په خارجه پاليسۍ كښې به پاكستان ته ھغه مقام ترلاسه شي د كومې چې حق لري۔ده ووئيل دواړه هېوادونه د ترهه ګرۍ او انتها خوښۍ خاتمې ته پام لرنه كوي او په دې جنګ كښې امريكا د پاكستان اتحادي دے۔

ده ووئيل دواړه هېوادونه په افغانستان كښې امن غواړي او د افغانستان ټيكاوې د پاکستان په ګټه دے ۔ ده ووئيل امريكا ايران سره او پاكستان هم د مېنځنۍ آسيا هېوادونو سره ښې اړيكې غواړي ۔ د پاك چین اقتصادي لارې پحقله د پوښتنې په ځواب مصدق ملك ووئيل روسيې او د مينئځۍ آسياء تر هېوادونو لارې سره به د تېرو سلو كالو راهسې په جنګ كښې بوخت هېوادونه د پرمختګ او سوكالۍ پلو روان شي چې له مخې به ئې پاكستان كښې هم د پرمختګ نوې لارې پرانستلې شي.