د پاکستان تشخص ښه كولو له كوټلې ھڅو ته اړتيا ده ،

پاك چائنه اقتصادی راهداري د اوسني جمهوری حکومت مهمه كاميابي ده ، پاکستان د سوئيلي ختيزې اسياﺀ او نورو هيوادونو سره معاشی مرسته او د سيمې امن غواړي۔ د اطلاعاتو او خپرونو دوهمې وزيرې مریم اورنګزیب د ایکسټرنل پبلسټی ونګ اعلیٰ پاې غونډې ته وېنا

د پاکستان تشخص ښه كولو له كوټلې ھڅو ته اړتيا ده ، 
پاك چائنه اقتصادی راهداري د اوسني جمهوری حکومت مهمه كاميابي ده ، پاکستان د سوئيلي ختيزې اسياﺀ او نورو هيوادونو سره معاشی مرسته او د سيمې امن غواړي۔ د اطلاعاتو او خپرونو دوهمې وزيرې مریم اورنګزیب د ایکسټرنل پبلسټی ونګ اعلیٰ پاې غونډې ته وېنا

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 9نومبر2016ء) د اطلاعاتو او خپرونو دوهمې وزيرې مریم اورنګزیب وئيلي دي چې د پاکستان تشخص ښه كولو له كوټلې ھڅو ته اړتيا ده ۔ هغې د شورو پھ ورځ د اطلاعاتو او خپرونو وزارت د ایکسټرنل پبلسټی ونګ د اعلیٰ پاې غونډې مشري كولو په مهال دا خبره وكړه۔ هغې ووئيل چې پاکستان په تجارتی څانګه كښې آسانی لرونكې د نړۍ 10م ښه هيوادونو كښې شامل دے او اقتصادی ښه والې رامخې ته كولو سره دې نړۍ ته دا پیغام وركړې شي چې پاکستان سرمایه کارۍ له ښھ هېواد دے۔

دې د ایکسټرنل پبلسټی ونګ افسرانو ته ووئيل چې د اولس په اړه غلط فهمې لرې كولو لپاره دې غېر ملكي مېډيا سره روابط جوړ كړي۔ حكومت عامې رائې په جوړولو كښې د مېډيا د كردار نه خبر دے او ځكه په بهرنيو هېوادونو كښې د پرېس افسرانو نه هيله لري چې هغوي به د هېواد ګټې په نظر كښې ساتلو سره د نړيوال اهميت په بېلا بېلو چارو د پاكستان دريځ په واضحه توګه په ډاګه كړي۔

هغې ووئيل چې حكومت ډېر ښه كارونه كړي دي او بايد د حكومت دا كاميابې واضحه كړې شي۔ هغې ووئيل چې كله مسلم ليګ ﴿ن﴾ په كال 2013م كښې اقتدار ته راغلو نو پاكستان يو شمېر چېلنجونو سره مخ و خو درې كاله پس د پاكستان حالات د وړاندې نه ډېر ښه دي۔ د ترهګرې پېښې 85 فيصده كمې شوې دي كومه چې په حقيقت كښې يوه لويه بريا ده۔ معيشت بحال شوے٬ افراط زر كم شوے ا و د غېر ملكي زر مبادله پانګې په تاريخ كښې په وړومبي ځل لوړې كچې ته رسېدلې دي۔

هغې ووئيل چې پاكستان د ترهګرې په ضد جنګ كښې لوئې قربانۍ وركړې دي او بايد نړۍ ئې په ځائ تسليم كړي۔ هغې ووئيل چې د پاكستان چين د اقتصادي لارې پروژه د اوسني جمهوري حكومت مهمه كاميابي ده چې ګټه به ئې نه يوازې پاكستان بلكې ټولې منطقې ته ورسي۔ مريم اورنګرېب د افسرانو په وظيفه اي بنيادونو تربيې او د كار استعداد او په خاص توګه د تشهير د نويو ذريعو په كارولو زور راوړو چې دغسې د پاكستان مثبت تشخص په ډاګه كړې شي۔

د دې څخه وړاندې دوهمې وزيرې د ډائرېكټورېټ آف الېكټرانك مېډيا اېنډ پبلي كېشنز دوره وكړه او د رائې اظهار ازادې او ازادې مېډيا لپاره ئې د خپل پوخ عزم څرګندونه وكړه۔ هغې ووئيل چې په پاكستان كښې الېكټرانك مېډيا ډېر پرمختګ كړے كومه چې مهم كردار ترسره كوي۔ هغې افسرانو ته ووئيل چې هغوي دې الېكټرانك مېډيا سره فعاله رابطه وساتي۔ ډائرېكټر جنرلز دوهمه وزيره د خپلو محكمو د كاركردګې نه خبره كړه۔ په دې موقع د اطلاعاتو٬ خپرونو او قومي ورثه سېكتره صبا محسن رضا هم موجود وه۔