وزیراعظم محمد نواز شریف د امریکې نوې ټاكلې اولس مشر ډونلډ جے ټرمپ له په صدارتی ټاكنو كښې په تاریخی کامیابۍ مبارکي وركړه

د ډونلډ ټرمپ کامیابی په حقیقت كښې د امریکېائې اولس ٬ جمهوریت، آزادۍ، بشرې حقونو او آزاد انټر پرائز په تصوراتو د كلك باور لرلو بريا ده، دواړه قامونه يو بل ته رانزدې كولو له په ګډه د كار كولو خوښې لرو ، پاکستان امریکې سره دوه اړخيزه اړيكې قوي كولو له لوظي دے، وزیر اعظم محمد نواز شریف د امريكې نوې ټاكلې شوي اولس مشر په نامه د مباركۍ پیغام

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 9نومبر2016ء) وزیراعظم محمد نواز شریف د امریکې نوې ټاكلې شوي اولس مشر ډونلډ جے ټرمپ له په صدارتی ټاكنو 2016ء كښې په تاریخی کامیابۍ مبارکي وركولو سره وئيلي دي دواړه قامونه يو بل ته رانزدې كولو له په ګډه د كار كولو خوښې لرو دغسې پاکستان امریکې سره دوه اړخيزه اړيكې قوي كولو له لوظي دے۔ د شورو په ورځ د امریکې نوي ټاكلې شوي اولس مشر په نامه د مباركۍ په پیغام كښې وزیراعظم د پاکستان حکومت، اولس او خپل اړخه ډونلډ ټرمپ او د امريكې وګړو له د امریکې 45م اولس مشر په حیثیت د هغه په ټاكلې كيدو مبارکې وركړه ۔

وزیراعظم نواز شریف ووئيل د ډونلډ ټرمپ کامیابی په حقیقت كښې د امریکائې اولس او د جمهوریت، آزادۍ، بشرې حقونو او آزاد انټر پرائز په تصوراتو د كلك باور لرلو ګټه ده۔ تر ټولو مهمه خبره دا ده چې د هغه کامیابی د دې خبرې څرګندونه ده چې د امریکې اولس د خپل هيواد خدمت له د هغه پھ قیادت، بصیرت او عزم د باور څرګندونه كړې۔ وزیراعظم ووئيل د تيرو 7 لسيزو راهسې پاکستان او امریکا قوي شراکت دار دي ۔ ده ووئيل مونږ عزم لرو چې د دواړه هيوادونو ترمينځه قوي شراکت داری د سيمې امن، سلامتیا او استحکام لپاره ضروری ده۔ وزیراعظم ووئيل د امريكې سره دوه اړخيزه اړيكې لا قوي كولو له د حکومتی عزم پخلې كوو د كومونه چې د دواړه هيوادونو د اولسې هيلو عکاسي كېږي۔