وزیراعظم محمد نواز شریف د پاك فضائیه جنګی مشقونو’’هائی مارك‘‘ څارنې له سرګودها كښې د هوائې ځواك مصحف هوائې ډګر ته لاړ

وزیراعظم محمد نواز شریف د پاك فضائیه جنګی مشقونو’’هائی مارك‘‘ څارنې له سرګودها كښې د  هوائې ځواك مصحف هوائې ډګر ته لاړ

سرګودها (پاکستان نیوز پوائنٹ 9نومبر2016ء) وزیراعظم محمد نواز شریف د پاك فضائیه جنګی مشقونو’’هائی مارك‘‘ څارنې له د شورو پھ ورځ سرګودها كښې د هوائې ځواك مصحف هوائې ډګر ته لاړو۔ د پاك فضائیه مشر ایئرچیف مارشل سهیل امان او نورو چارواكو د وزير اعظم هركلے وكړو۔ هائی مارك مشقونو كښې د هوائې ځواك د جنګی مهارت څرګندونه كېږي۔ د پاك فضائیه ډلې وزیراعظم ته سلامی وركړه او وزیراعظم د پريډ څارنه وكړه ۔

په دې مهال د هوائې ځواك الوتكو وزیراعظم ته هم سلامی وركړه ۔ وزیراعظم ته د پاك فضائیه مشقونو ’’هائی مارك‘‘ په اړه بریفنګ هم وركړې شو۔ دا مشقونه 4 كاله پس كېږي۔ د پاك فضائیه مشقونو’’هائی مارك‘‘ كښې اېف سوله ، جے اېف 17 تھنډر، اېف سیون میراج الوتكې برخه اخلي ۔ د مشقونو مقصد د پاك فضائیه پیشه وره صلاحیتونه زياتول دي۔ وزیراعظم د پاك فضائیه افسرانو او ځوانانو سره عكسونه هم جوړ كړه۔