د پبلك اكاؤنټس كمېټۍ غونډه د دفاع سېكتر ضمير الحسن شاه د نشت والي له امله وځنډولې شوه

د پبلك اكاؤنټس كمېټۍ غونډه د دفاع سېكتر ضمير الحسن شاه د نشت والي له امله وځنډولې شوه

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 9نومبر2016ء) د قامي اسمبلۍ د پبلك اكاؤنټس كمېټۍ غونډه د دفاع سېكتر ضمير الحسن شاه د نشت والي له امله ځنډولې شوې ده ۔د شورو په ورځ د كمېتۍ غونډه د كمېتۍ چيئرمېن سيد خورشيد شاه په مشرۍ كښې پېل شوه۔ غونډه كښې د كمېتۍ غړو جنيد انوار چوهدري٬شاهد اختر علي٬عاشق حسېن ګوپال٬شېخ روحيل اصغر٬شېخ رشيد احمد او د ميا عبدالمنان پشمول چارواكو ګډون وكړو۔

كمېټۍ ته ووئيل شول د دفاع وزارت نن سهار اطلاع راكړې چې د دفاع سېكتر به نه راځي۔د دفاع دوهم سېكتر ووئيل چې د دفاع سېكتر د پلار د مړينې له امله نه شي راتللې۔د ده پلار د اكتوبر په 28مه نېتھ پھ حق رسېدلې وو۔د كمېټۍ چيئرمېن سيد خورشيد شاه ووئيل كه د دفاع سېكتر غواړي نو د پي اے سي غونډه به ان كيمره كړې شي۔ دغسې سيد خورشيد شاه د سېكتر نشت والي له امله د كمېټۍ غونډه وځنډوله۔