كلتوري ورثه دې د قامي ذمه وارۍ په توګه تحفظ وكړې شي۔ پاكستان هر ډول او زړه راكښونكې كلتورې پنګه لري۔

اولسې روايات راتلونكې نسل ته منتقل كولو لپاره د دې خوندې كولو ته اړتيا ده۔ د اولنۍ مېرمنې بېګم محموده حسېن لوك ورثه عجائب ګھر كښې دستورې ته خطاب

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 8نومبر2016ء) اولنۍ مېرمنې بېګم محموده حسېن وئيلي دي كلتوري ورثه د قام پېژندګلو وي او قامي ذمه وارۍ په توګه دې د دې ساتنه وكړسې شي۔ پاكستان هر ډول او زړه راكښونكې كلتوري پنګه لري۔ لوك روايات راتلونكي نسل ته منتقل كولو لپاره د دې محفوظولو ته اړتيا ده۔ ده دا خبره د نهې په ورځ لوك ورثه عجائب ګھر كښې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔

بېګم محموده ووئيل كوم قامونه چې خپل كلتور پرېږدي او د غېرو كلتور خپل كړي هغوي په وياړ سره نړۍ كښې ژوندي نشي پاتې كېدې ۔ اولنۍ مېرمنې د ټولو صوبو او سيمو ځائي كلتور په غوره ډول رامخې ته كولو او د لوك ورثې ستائنه وكړه۔ د دستورې په پايه كښې بېګم محموده ممنون حسېن صوبو سره اړوند كلتوري پروګرام وړاندې كوؤنكو طالباتو له تعريفي سندونه وركړه۔