د ټولو وزارتونو او ډويژنو په عدالتونو كښې د ځنډولې شويو مقدمو په اړه اېس او پيز جوړ كړې شي٬

د روپو ريكورۍ لپاره دې جامع لائحه جوړه كړې شي او راپور دې وړاندې كړې شي۔پبلك اكاؤنټس كمېټي

د ټولو وزارتونو او ډويژنو په عدالتونو كښې د ځنډولې شويو مقدمو په اړه اېس او پيز جوړ كړې شي٬
د روپو ريكورۍ لپاره دې جامع لائحه جوړه كړې شي او راپور دې وړاندې كړې شي۔پبلك اكاؤنټس كمېټي

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 8نومبر2016ء) پبلك اكاؤنټس كمېټۍ امركړې چې د جنورۍ تر 30مې نېټې د ټولو وزارتونو او ډويژنو په عدالتونو كښې د ځنډولې شويو مقدمو په اړه اېس او پيز جوړ كړې شي ٬د روپو ريكورۍ لپاره دې جامع لائحه جوړولو سره راپور وړاندې كړې شي٬د ټولو وزارتونو سېكترانو ته دې خطونه هم ولېږلې شي چې هغوي خپلې محكمې د ټولو تفصيلاتو نه خبرې كړي او د پاكستان آډيټر جنرل رانا اسد امين وئېلي دي چې د وفاقي وزارتونو او ډويژنو يوازې لس فيصده آډټ له مخې د 406 اربه روپو 502 آډټ اعتراضونه د كمزورې عدالتي پيروي له امله د نه ريكور كېدو سره مخ دي۔

د كمېټۍ غونډه د نهې په ورځ د پارلمان په ودانۍ كښې د كمېتۍ چيئرمېن سيد خورشيد شاه په مشرۍ كښې وشوه۔په غونډه كښې سيد نويد قمر٬جنيد انوار چوهدري٬رانا افضال حسېن٬خالد مقبول صديقي او د شېخ روحيل اصغر پشمول اړوند سركاري چارواكو ګډون وكړو۔غونډې ته د مقدمو په اړه د قانون او انصاف سېكتر كرمت حسېن نيازي بريفنګ وركړو۔(وا/ض ض/وس/1732)