بد پاكستان هوائي ځواك مشر سره د سعودی رائل ایئر فورس کمانډر وليدل ، په پېشه ورو او د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه

بد پاكستان هوائي ځواك مشر سره د سعودی رائل ایئر فورس کمانډر وليدل ، په پېشه ورو او د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد ۔ (پاکستان نیوز پوائنٹ 8نومبر2016ء) د پاكستان هوائي ځواك مشر سهېل امان سره د سعودی رائل ایئر فورس کمانډر مېجر جنرل محمد بن صالح العتېبي ليدلې دي ۔ ملاقات كښې په پېشه ورو او د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې ده ۔ د پاكستان هوائي ځواك وياند ترمخه د نهې په ورځ چې كله د سعودي رائل ايئر فورس مېجر جنرل محمد بن صالح العتېبي ايئر كوارټر ته ورسېد نو د هوائي ځواك مشر مارشل سهېل خان ده ته تود هركلې ووې او ده سره ئې د پاك هوائي ځواك اعلی چارواكي معرفي كړه۔

د پاك هوائي ځواك مشر ووئيل د پاكستان او سعودي هوائي ځواكونه خپلو كښې غوره اړيكې لري۔ دپاكستان هوائي ځواك به د سعودي هوائي ځواك تربيه روانه ساتي۔ د سعودي رائل ايئر فورس مېجر جنرال محمد بن صالح د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاك پوځ كردار ستائلو سره ووئيل پاكستان په هر سخت وخت كښې د سعودي ملاتړ كړے۔ د پاک پوځ لخوا مېجر جنرال محمد بن صالح العتېبي ته د پاك پوځ تنظيمې ډھانچې او كردار په اړه بريفېنګ هم وركړے شو۔