د شمالی وزیرستان کډوالو د ستنيدو دريم پړاؤ روان دے ، 54 زره كورنۍ خپلو سيمو ته ستنې شوي

د شمالی وزیرستان کډوالو د ستنيدو دريم پړاؤ روان دے ، 54 زره كورنۍ خپلو سيمو ته ستنې شوي

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 8نومبر2016ء) د ضرب عضب عملياتو له امله ځپلې شوي د شمالی وزیرستان كډوالو د ستنيدو دريم پړاؤ روان دے او تر اوسه 54 زره كورنۍ خپلو سيمو ته ستنې شوي دي ۔ كډوالو له 25 زره روپۍ مالي مرسته د زونګ موبائل سم د لارې وركړې كېږي دغسې 10 زره روپۍ كرايه هم وركولې شي ۔د فاټا چارواكو له مخې فاټا كښې د ضرب عضب عملياتو له امله ځپلې شوي د شمالی وزیرستان کډوالو د ستنيدو دريم پړاؤ په تندۍ سره روان دے۔

تر اوسه 54 زره كورنۍ خپلو سيمو ته ستنې شوي۔ چارواكو له مخې پھ وړومبو دوه پړاؤنو كښې 50 زره كورنۍ او د دريم پړاؤ د پيل كيدو نه پس 4 زره كورنۍ خپلو سيمو ته ستنې شوي۔ چارواكو له مخې كډوالو له د ستنيدو پھ مهال د 6 مياشتو لپاره ويړيا خوراك ، ګرمې کمبلې او خیمې وركړې كېږي۔