په كرك كښې په انډس هائي وے په ټرافېكي پېښه كښې درې كسان مړه شوي

په كرك كښې په انډس هائي وے په ټرافېكي پېښه كښې درې كسان مړه شوي

كرك (پاکستان نیوز پوائنٹ 8نومبر2016ء) په كرك كښې په انډس هائي وے په ټرافېكي پېښه كښې درې كسان مړه شوي دي۔ د خبر له مخې په كرك كښې نشپه آئل فيلډ سره نزدې كراچۍ ته تلونكې تند رفتاره بس په انډس هائي وے يو موټر سائيكل سره ټكر شو چې په نتيجه كښې يې په موټر سائيكل سواره درې كسان مړه شول۔د بس ډرائيور پوليسو نيولې په حق رسېدلې كسان د كرك د ډب چونتره اوسېدونكي دي.