د خېبرپښتونخوا حكومت دې د پاكستان او چين د اقتصادي لارې پروژه سياسي مقاصدو لپاره استعمال نه كړي٬

بهرنې سرمايه كاري د عدالتي كاروائۍ څخه نه شي ترلاسه كېدے٬ځينې ګوندونه په ستره محكمه خپلې رائې تپل غواړي٬ 620 كلوميټره اوږده د كوئټې ګوادر لويه لار د ټاكل شوې مودې نه وړاندې ترسره كړی شوې٬په لوېديز روټ دوهمه لويه لار به د ډېره اسماعيل خان نه تر برهان په كال 2018م كښې ترسره كړې شي٬اولس په دې متفق دے چې بايد اوسنې جمهوري حكومت خپله آئيني موده پوره كړي٬د حساب ورځ به په 2018 كښې يوازې د بېلټ د لارې كېږي٬ د سياسي پنډتانو پېشن ګوئۍ نه وړاندې رښتيا ثابتې شوې دي او نه به اوس ثابتې شي۔ د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او اصلاحاتو وفاقي وزير احسن اقبال نړيوال بزنس كنفرنس ته وېنا

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 7نومبر2016ء) منصوبه بندۍ٬پرمختګ او اصلاحاتو وفاقي وزير احسن اقبال وئېلي دي چې د خېبرپښتونخوا حكومت دې د پاكستان او چين د اقتصادي لارې پروژه سياسي مقاصدو لپاره استعمال نه كړي٬بهرنې سرمايه كاري د عدالتي كاروائۍ څخه نه شي ترلاسه كېدے٬ځينې ګوندونه په ستره محكمه خپلې رائې تپل غواړي٬ 620 كلوميټره اوږده د كوئټې ګوادر لويه لار د ټاكل شوې مودې نه وړاندې ترسره كړی شوې٬په لوېديز روټ دوهمه لويه لار به د ډېره اسماعيل خان نه تر برهان په كال 2018م كښې ترسره كړې شي٬اولس په دې متفق دے چې بايد اوسنې حكومت خپله آئيني موده پوره كړي٬ د حساب ورځ به په 2018 كښې يوازې د بېلټ د لارې كېږي٬د سياسي پنډتانو پېشن ګوئۍ نه وړاندې رښتيا ثابتې شوې دي او نه به اوس ثابتې شي۔

ده دا خبرې د ګل په ورځ په ايكسپو سنټر كښې د يونيورسټي منيجمنټ اينډ ټېكنالوجي تر سيوري لاندې دوه ورځني نړيوال بزنس كنفرنس ته د وېنا او خبريالانو سره د خبرو كولو په مهال وكړې۔ وفاقي وزير د يوې پوښتنې په ځواب كښې ووئيل چې د خېبرپښتونخوا حكومت دې د پاكستان او چين د اقتصادي لارې پروژه سياسي مقاصدو لپاره استعمال نه كړي٬بهرنې سرمايه كاري د عدالتي كاروائۍ څخه نه شي ترلاسه كېدے۔

د سي پیك پھ اړه د خېبرپښتونخوا د عدالتي اقدام څخه مونږ پرېشانه نه يو۔ هغه د خپل ځان او د پاكستان د تشخص خرابولو هڅې كوي۔ د سي پیك په اړه يوه نيمه مياشت وړاندې په غونډو كښې د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی پروېز خټك په بشپړه توګه مطمئن و اوس ناڅاپي څه وشول۔ ده ووئيل چې د تحريك انصاف سياست بدل شوې٬د پاكستان ګټې نه دي بدلې شوې۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې د كوئټې نه تر ګوادر لويه لار د ټاكل شوي مودې نه دوه مياشتې وړاندې ترسره كړی شوې٬ د دې به د افغانستان او د مينځنۍ آسيا هېوادونو پشمول د ټولې منطقې هېوادونو ته ګټھ ورسي۔ ده ووئيل چې حكومت د لوېديز روټ په اړه چې كوم لوظونه كړي هغه به پوره كوي۔