د قامي اسمبلۍ د پبلك اكاؤنټس كمېټۍ د ذيلي كمېټۍ غونډه

د قامي اسمبلۍ د پبلك اكاؤنټس كمېټۍ د ذيلي كمېټۍ غونډه

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 7نومبر2016ء) د قامي اسمبلۍ د پبلك اكاؤنټس كمېټۍ د ذيلي كمېټۍ غونډه د ګل پھ ورځ د كمېټۍ كنوينئر سيد نويد قمر په مشرۍ كښې د پارلمان په ودانۍ كښې وشوه۔په غونډه كښې د كمېتۍ غړو جنيد انوار چوهدري٬ډاكټر زرين او د ميا حنان پشمول د سركاري اړوند ادارو اعلٰی چارواكو ګډون وكړو۔په غونډه كښې د خزانې وزارت د نېشنل فوډ سېكورټي وزارت او د كشمير چارو د وزارت 03-2002 د آډټ د ځنډول شويو اعتراضاتو جاج واخستلې شو۔

كمېټۍ د كشمير چارو د سېكتر د نېشتل والي نوټس واخست۔د وزارت لخوا كمېټۍ ته ووئيل شول چې هغه يوه مياشت وړاندې د خېبرپښتونخوا ستر سېكتر لګول شوې۔تراوسه د وزارت كوم نوې سېكتر نه دې لګولې شوې۔د كمېټۍ كنوينئر سيد نويد قمر ووئيل چې مونږ د پرنسپل اكاؤنټنګ آفيسر نه بغېر د وزارت د آډټ اعتراضاتو جاج نه شو اخستلې۔د دې نه پس سيد نويد قمر او نورو غړو غونډه وځنډوله.