د تورونو٬ بد تهذيبۍ او د دروغو ورځې تللې٬ اوس وخت د تورونو لګولو نه د ثبوتونو وړاندې كولو دے٬

عدالت ثبوتونه وغوښتل خو د پي ټي آئي وكيل وړاندے نه كړل٬ِ مخالفين يوازې تورونه لګوي٬ اوس د ثبوتونو وړاندې كولو او د پي ټي آئي د تښتېدو وخت راغلے۔ د اطلاعاتو او خپرونو دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب مېډيا سره خبرې

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 7نومبر2016ء) د اطلاعات او خپرونو دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي د تورونو٬ بد تهذيبۍ او د دروغو ورځې ختمې شوې دي ٬ اوس وخت د تورونو نه د ثبوتونو وړاندې كولو دے٬ عدالت ثبوتونه وغوښتل خو د پي ټي آئي وكيل وړاندې نه كړل٬ِ مخالفين يوازې تورونه لګوي٬ اوس د ثبوتونو وړاندې كولو او د پي ټي آئي د تښتېدو وخت راغلے۔

د ګل په ورځ په اسلام آباد كښې خبريالانو سره په خبرو كښې هغې پي ټي آئي مخاطب كولو سره ووئيل دا عدالت دے٬ كانټينر نه دے٬ د دې ځائ نه څوك تښتېدې نشي۔ هغې ووئيل وزيراعظم پلټنو لپاره سترې محكمې ته خط ليكلې و۔ زمونږ وكيلانو د هر يو تور تفصيلي ځواب جمع كړے۔ هغې ووئيل زمونږ كېس د وړومبې ورځې نه مضبوط و٬ مونږ د عمران خان د بې بنسټه تورونو څخه خپلې دفاع لپاره چمتو يو۔

هغې ووئيل د سترې محكمې احترام په ټولو لازم دے۔ هغې ووئيل پانامه كېس كښې پاكستان تحريك انصاف د ثبوتونو په وړاندې كولو كښې پاتې راغلې۔ دروغ وئيلې شي او قياسونه كولې شيِ او چې كله د ثبوت وړاندې كولو وخت راشي نو ثبوت نه شي وړاندې كولې۔ هغې مېډيا ته خواست وكړو چې هغوي د دې د ذمه وارې څرګندونه وكړي ځكه چې د عمران خان پشمول نور مشران د مېډيا په وړاندې هغه خبرې كوي چې د عدالت دننه ئې هېڅ ذكر نه كېږي او نه ئې حقيقت سره كوم تعلق وي۔ هغې مېډيا ته ووئيل د سترې محكمې ريماركس په اړه دې رپورټنګ كښې ذمه وارې تر نظره وساتلې شي۔