د ډرامې په فن كښې د نوموړي خالق ياور حيات خذمات به ټول عمري ياد ساتلې شي۔

د ده حق رسېدو سره هېواد د يو تخليقي ذهن او عظيمې سرمايې څخه محروم شوے۔ وزيراعظم دده په مړينه خفه كېدو سره سره د ارواښاد كورنۍ سره غمرازي ښكاره كړې او ورسره ئې د هر ممكنې مرستې هدايت كړې۔ د اطلاعاتو او خپرونو دوهم وزيرې مريم اورنګزېب د ياور حيات استوګنې دورې په مهال دده زوي طارق حيات سره خبرې

لاهور (پاکستان نیوز پوائنٹ 5نومبر2016ء) د اطلاعاتو او خپرونو دوهم وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي د ډرامې په فن كښې د نوموړي خالق ياور حيات خذمات به ټول عمري ياد ساتلې شي۔ د ده حق رسېدو سره هېواد د يو تخليقي ذهن او عظيمې سرمايې څخه محروم شوے۔ وزيراعظم دده په مړينه خفه كېدو سره سره د ارواښاد كورنۍ سره غمرازي ښكاره كړې او ورسره ئې د هر ممكنې مرستې هدايت كړې۔

دې د ياور حيات استوګنې دورې په مهال دده زوي طارق حيات سره خبرې كولې۔ دوهم وزيرې د ياور حيات حق رسېدل د ډرامې په مېدان كښې يو لوئے زيان ګرځولو سره ووئيل دده وفات سره چې كوم كمې رامخې ته شوې دا به آسانۍ سره پوره نه شي۔ دې ووئيل ياور حيات يو جمهوريت خوښے انسان ؤ۔ د ياور حيات زوي طارق حيات په دې مهال خپلو خبرو كښې ووئيل وزيراعظم نواز شريف او اعلی وزير شهباز شريف د آرټ شوق لري او دوئي په زړونو كښې د ټولنې د درد احساس دے۔

دوهمې وزيرې ووئيل وزيراعظم دده په مړينه خفه كېدو سره سره د ارواښاد كورنۍ سره غمرازي ښكاره كړې او ورسره ئې د هر ممكنې مرستې هدايت كړې۔ دې دعا وكړه چې لوئے څښتن دے ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځائې او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې ياور حيات د 73 كالو په عمر كښې د اوږدې ناروغۍ څخه وروستو په حق ورسېد۔ دده په مشهورو ډرامو كښې وارث ٬ جھوك ٬ سيال ٬ سمنر٬ جزيره ٬ اندھېرا اجالا ٬ دهليز ٬ حېرت كده ٬ جھيل او نورې ګڼ شمېر ډرامې شامل دي۔