په امريكا كښې صدارتي ټاكنو لپاره د 10 لكو نه د زياتو امريكائي مسلمانانو رائې وركوونكو نومونه درج دي

په امريكا كښې صدارتي ټاكنو لپاره د 10 لكو نه د زياتو امريكائي مسلمانانو رائې وركوونكو نومونه درج دي

واشنگٹن (پاکستان نیوز پوائنٹ 5نومبر2016ء) په امريكا كښې صدارتي ټاكنو لپاره د 10 لكو نه د زياتو امريكائي مسلمانانو رائې وركوونكو نومونه درج دي او د دوي رائې په داسې ايالتونو كښې اثر كولې شي چرته چې هغوي په لويه شمېره مېشته دي۔ د امريكائي مېډيا له مخې د مسلمانانو دكيلانو وئيلي دي چې په هغو سيمو كښې چرته چې مقابله سخته ده٬ رائې وركونكې زيات فعاله دي۔

يو اېس كونسل اف مسلم آرګنائزېشنز وئيلي دي چې دوي سږ كال د يو مليونه رائې وركوونكو نعره لګولې وه او د كمپائن په مهال د ټاكل شوي هدف نه د زياتو رائې وركوونكو نومونه درج كړې شوي دي۔ دغسې د كال 2012م د صدارتي ټاكنو په مقابله كښې د مسلمانانو رائې وركوونكو شمېره يو په دوه شوې۔ د يوې څېړنې له مخې په امريكا كښې د مېشته مسلمانانو ټوله شمېره 33 لكه ده٬ كوم چې د امريِكې د ابادې يو فيصد دي۔ په دې كښې 15 لكه مسلمانان د رائې وركولو اهل دي۔