د پاك چين اقتصادي راهدارۍ منصوبې په لوېديز روټ تندۍ سره كار روان دے۔د منصوبه بندۍ وزارت وياند

د پاك چين اقتصادي راهدارۍ منصوبې په لوېديز روټ تندۍ سره كار روان دے۔د منصوبه بندۍ وزارت وياند

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 4 نومبر2016ء) د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او اصلاحاتو وزارت وياند وئېلي دي چې د پاك چين اقتصادي راهدارۍ منصوبې په لوېديز روټ تندۍ سره كار روان دے۔په دې روټ به كار تر 2018 بشپړ كړې شي۔د سي پېك په لوېديز روټ د 650 كلوميټر ګوادر كوئټه سېكشن كار به په خپل ټاكلي وخت كښې سر ته رسولې شي۔وياند د جمعې پھ ورځ دا خبره په ډاګه كړه چې د سي پېك منصوبې د لوېديز روټ كار بشپړ كېدو سره به وروستو پاتې سيمو كښې د څوكالۍ يو نوې دور پېل شي او د دغې ځاې د اولس تقدير به بدل شي۔وياند ووئيل د سي پېك په اړه ټولې پرېكړې او عملدرآمد چين سره په مشاورت كېږي۔