د مستحكم معيشت په سوب نړيوال سرمايه كار پاكستان كښې سرمايه كارۍ كولو كښې خوښي لري۔د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار د چين سرمايه كارو پلاوي سره خبرې

د مستحكم معيشت په سوب نړيوال سرمايه كار پاكستان كښې سرمايه كارۍ كولو كښې خوښي لري۔د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار د چين سرمايه كارو پلاوي سره خبرې

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 4 نومبر2016ء) د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار وئېلي دي چې د مستحكم معيشت په سوب نړيوال سرمايه كار پاكستان كښې سرمايه كارۍ كولو كښې خوښي لري۔اوسني حكومت د تېرو دريو كلونو په مهال د هېواد معيشت په مستحكم بنيادونو ودرولې۔دا خبره ده د چين سرمايه كارو پلاوي سره په خبرو كښې وكړه كوم چې د چيئرمېن هاؤتيان ګروپ هولډنګ لمېټډ ياووي منګ په مشرۍ كښې د جمعې پھ ورځ وفاقي وزير سره ملاقات وكړو۔

پھ دې مهال د پېټروليم وفاقي وزير شاهد خاقان عباسي هم موجود وو۔اسحاق ډار پلاوي ته هركلے ووې او پاكستان كښې د چين سرمايه كارو سرمايه كارۍ كښې د خوښي لرلو يې ستائنه وكړه۔ده ووئيل د سي پېك روانو منصوبو په نتيجه كښې پاكستان كښې انفراسټركچر كښې د سرمايه كارۍ پراخا موقعې موجود دي۔ د چين پلاوي په هركلي كولو د خزانې وزير وفاقي وزير مننه وكړه۔