كشميري اولس سره د آزادو سپيځلو او بې پرې ټاكنو وعده دې وپاللے شي٬د خاص مرستيال طارق فاطمي د سلامتي كونسل 5 مستقل غړو څخه غوښتنه

كشميري اولس سره د آزادو سپيځلو او بې پرې ټاكنو وعده دې وپاللے شي٬د خاص مرستيال طارق فاطمي د سلامتي كونسل 5 مستقل غړو څخه غوښتنه

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 4 نومبر2016ء) د وزيراعظم خاص مرستيال طارق فاطمي د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل 5 مستقل غړو څخه غوښتنه كړی چې هغوي دې د سلامتي كونسل د قراردادونو ترمخه د جمو كشمير اولس سره د آزادو٬سپيځلو او بې پرې ټاكنو كولو خپله كړې وعده وپالي۔دا خبره ده د جمعې پھ ورځ پاكستان كښې تعينات د چين٬فرانس٬روس٬برتانيې او امريكې سفيرانو ته په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو د ناوړه صورتحال د هند لخوا په اېل او سي او وركننګ باؤنډري د ډزبندۍ پرله پسې خلاف ورزو او پاكستان كښې په تخريبي او ترهه ګرو هلو ځلو كښې د هند ككړ كېدو په اړه بشپړ بريفنګ وركولو په مهال وكړه۔

د خارجه دفتر وياند ترمخه خاص مرستيال مقبوضه كشمير كښې د هندي زور او زياتي غندنه كولو سره د بشري حقونو سخته خلاف ورزي د انسانيت په ضد جرم ګرځولو سره ووئيل د تېرو څلورو مياشتو په مهال د هندي ځواك د ظلمونو په نتيجه كښې تر دې دمه 115 بې ګناه كسان شهيدان شوي او د 16 زره نه زيات كسان ژوبل شوي۔د پېلټ ګنز كارولو سره د يو شمېر كسانو د سترګو نظر تلې۔

ده د سلامتي كونسل مستقل غړو څخه غوښتنه وكړه چې دوي دې د سلامتي كونسل د قراردادونو ترمخه كشميري اولس سره د آزادو او سپيځلو ټاكنو كولو خپله كړې وعده ترسره كړي۔طارق فاطمي ووئيل د هند لخوا په اېل او سي او وركننګ باؤنډري د ډزبندۍ خلاف ورزو په نتيجه كښې يو شمېر قيمتي ځانونه ضائع شوي دي۔خاص مرستيال پاكستان كښې په تحريبي او ترهه ګرو هلو ځلو كښې د هند ككړ كېدو غندنه وكړه۔ده د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان قربانۍ په ډاګه كولو سره د هند د رياستي ترهه ګرۍ پشمول د هر ډول ترهه ګرۍ لعنت نوغي ويستلو له د خپل لوظ پخلې وكړو۔