د وزارت عظمیٰ لار د جلسو او دهرنو د لارې نه د اولس په مرسته او تائيد ترلاسه كېږي٬ اولسي ملاتړ او معيار ټاكنې دي۔ د عرفان صدیقي د ټي وي په پروګرام كښې څرګندونې

د وزارت عظمیٰ لار د جلسو او دهرنو د لارې نه د اولس په مرسته او تائيد ترلاسه كېږي٬ اولسي ملاتړ او معيار ټاكنې دي۔ د عرفان صدیقي د ټي وي په پروګرام كښې څرګندونې

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 4 نومبر2016ء) قامي تاریخ او ادبي ورثې ډويژن لپاره د وزيراعظم سلاكار عرفان صدیقي وئيلي دي چې د وزارت عظمیٰ لار د جلسو او دهرنو د لارې نه د اولس په مرسته او تائيد ترلاسه كېږي٬ اولسي ملاتړ او معيار ټاكنې دي٬ عمران چې په كومه ورځ پوهه شو چې د اقتدار ترلاسه كولو يواځنې لار د آئين له مخې د اولس ووټ دے ٬ ھغه به دهرنو او احتجاجونو څخه منع شي۔ عرفان صديقي دا خبرې تېره ورځ د پي ټي وي په پروګرام كښې وكړې۔ عرفان صدیقي ووئيل عمران خان زيات پرېشان دے ٬هر څه به رامخې ته شي ٬ كه په ستره محكمه باور لري نو يو ځائ بل ځائ دې عدالتونه نه لګوي۔ ده ووئيل عمران خان د پانامه پېپرز آخر ھغه حل ومنلو د كوم وړاندېز چې وزیراعظم د اپرېل څخه كوي۔