هند د پاكستان غېر مستحكم كولو هڅې كوي٬ اوسني حكومت د كشمير مسئله په نړيواله كچه پورته كړې۔ شېخ روحېل اصغر

هند د پاكستان غېر مستحكم كولو هڅې كوي٬ اوسني حكومت د كشمير مسئله په نړيواله كچه پورته كړې۔ شېخ روحېل اصغر

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 4 نومبر2016ء) د قومي اسمبلۍ د دفاع قائمه كمېټې چيئرمېن شېخ روحېل اصغر وئيلي دي چې هند د پاكستان غېر مستحكم كولو هڅې كوي٬ اوسني حكومت د كشمير مسئله په نړيواله كچه پورته كړې۔ خبريالانو سره په خبرو كښې ده ووئيل چې هند تر اوسه د پاكستان وجود نه دې تسليم كړے۔ د پاكستان غېر مستحكم كولو هڅې كوي۔ ده ووئيل چې هند دې مقصد لپاره په افغانستان كښې سفارتخانه او دفترې پرانستلې دي او د هغه ځايه په فاټا٬ بلوچستان او هند كښې ترهګري كوي خو د مسلم ليګ ﴿ن﴾ اوسني حكومت د غوره حكمت عملې په نتيجه كښې هند ناكامې سره مخ كړے۔ شېخ روحېل اصغر ووئيل چې اوسني حكومت د هند څېره نړۍ ته څرګنده كړې۔