خواجه آصف او ډاکټر مفتاح اسمعیل د كابينې رابطه كمېټۍ د ذيلي كمېټۍ په مشاورت آټو پاليسي ښه كولو لپاره وړانديزونه مرتب كړل

خواجه آصف او ډاکټر مفتاح اسمعیل د كابينې رابطه كمېټۍ د ذيلي كمېټۍ  په مشاورت آټو پاليسي ښه كولو لپاره وړانديزونه مرتب كړل

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 4 نومبر2016ء) د اوبو او برېښنا وفاقي وزير خواجه محمد آصف او د سرمايه كارۍ بورډ چيِئرمېن ډاکټر مفتاح اسمعیل پشمول د كابينې اقتصادي رابطه كمېټۍ ذيلي كمېټۍ هېواد كښې په آټو سېكټر كښې د خارجي سرمايه كارۍ ودې او صنعتونو كاركردګي زياتولو له د ټولو شراكت دارو په مشاورت د آټو پاليسۍ ښه كولو له وړانديزونه مرتب كړي ۔

د بورډ بيان له مخې د آټو سېكټر ښه والي او پرمختګ لپاره د انجينئرنګ مسوده تيارولو له د انجينئرنګ ډويلپمنټ بورډ مشاورت شوے او فنانشل معاملاتو مسوده ډاكټر مفتاح اسماعيل جوړه كړې او د هېواد دننه او بهر مفتاح اسماعيل د كمپنو چارواكو سره ملاقاتونه كوي۔ ده ووئيل تېره ورځ د فرانس كمپنې رينالټ په پاكستان كښې د موټرو جوړولو پرېكړه كړې او كمپني نه تر كال 2018م په هېواد كښې د موټرو جوړولو كار پېل كړي۔