ځيني سياسي لارښود ميډيا ته د پانامه ليكس په اړه د عدالت كاروائي په بدل شكل ښائي۔ د وزیراعظم وکیل د پټيشن د سماعت وړ په كېدو يا نه كېدو اعتراض نه دے كړے۔

د سترې محكمې په عبوري پرېكړه كښې ليكلي شوي دي چې د سپريم كورټ رجسټرار د دې كېس د قابل سماعت كېدو په اړه ځينې اعتراضونه كړي دي۔ د وخت د كمي په سوب د وزيراعظم محمد نواز شریف ‘ د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار او کېپټن (ر) صفدر ځوابونه داخل كړې شوي دي كومو كښې چې ټول بې بنسټه تورونه رد كړې شوي دي۔ د وزیراعظم د بچو جواب پېپر به جمع كولې شي۔ په دې كښی به د ټولو پېراګرافس بشپړ ځواب وركول شي۔ عدالت اټارني جنرل مرستې لپاره راغوښتلې شي۔ د قانون او انصاف سلاحكار بېرسټر ظفر الله ٬ دوهمې وزيرې انوشه رحمان او اېم اېن اے دانيال عزيز خبري كنفرنس ته خطاب

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 3 نومبر2016ء) د قانون او انصاف سلاحكار بېرسټر ظفر الله ٬ د آئي ټي دوهمې وزير وزيرې انوشه رحمان او اېم اېن اے دانيال عزيز وئيلي دي ځيني سياسي لارښود ميډيا ته د پانامه ليكس په اړه د عدالت كاروائي په بدل شكل ښائي۔ د وزیراعظم وکیل د پټيشن د سماعت وړ په كېدو يا نه كېدو اعتراض نه دے كړے۔ د سترې محكمې په عبوري پرېكړه كښې ليكلي شوي دي چې د سپريم كورټ رجسټرار د دې كېس د قابل سماعت كېدو په اړه ځينې اعتراضونه كړي دي۔

د وخت د كمي په سوب د وزيراعظم محمد نواز شریف ‘ د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار او کېپټن (ر) صفدر ځوابونه داخل كړې شوي دي كومو كښې چې ټول بې بنسټه تورونه رد كړې شوي دي۔ د وزیراعظم د بچو جواب پېپر به جمع كولې شي۔ په دې كښی به د ټولو پېراګرافس بشپړ ځواب وركول شي۔ عدالت اټارني جنرل مرستې لپاره راغوښتلې شي۔ دوئي د زيارت په ورځ د پي آئي ډي په ميډيا سنتټر كښې خطاب كولو۔

۔ بېرسټر ظفر اللہ ووئيل د 24 ساعتونو په نوټس مو د وزيراعظم ځواب جمع كړو۔ هم په دې ورځ د وفاقي وزير اسحاق ډار او کبپټن (ر) صفدر ځوابونه هم جمع كړې شول۔ د وزیراعظم قانوني ډلې تر دې دمه كوم ټيكنيكل اعتراض پورته كړې نه دې۔ ده ووئيل عدالت كښې د عمران خان په ضد دوه پټیشنیں جمع كړې شوي دي او په 7 نومبر به د دې اورېدنه كېږي هيله ده عمران خان به هم ځان احتساب ته وړاندې كړي۔

ده ووئيل د نواز شريف لمنه پاكه ده۔ د خپل ځان دفاع په غوره ډول كولې شي۔ دوهم وزيرې انوشه رحمان ووئيل ستره محكمه كښې د پانامه ليكس سماعت روان دے۔ ځيني سياسي لارښود ميډيا ته د پانامه ليكس پټيشن په اړه حقائق په بدل ډول وړاندې كوي۔ د ريښتيا وئيلو په ځائې د خپلې مرضۍ خبرې كوي۔ له دې كبله مونږ حقيقت اولس ته د ښودلو پرېكړه كړې۔ عدالت كښې داخل كړې شوي ځواب كښې وئيلي شوي لندن كښې د نواز شريف كوم فلېټ نشته او نه د ده په نامه كومه آف شور كمپني شته۔

دې ووئيل كله چې عدالت د عمران خان وكيل څخه ثبوت وغوښتلو نو وكيل ووئيل ثبوت نه لرو۔ عدالت دې په خپله د دې معاملې تحقيقات وكړي۔ د دې نه ثابته شوه چې تورونه بې بنسټه لګولې شوي دي۔ دې ووئيل وزيراعظم د پارلېمڼت په فلور وئيلي ووئي زه خپل ځان او كورنۍ احتساب لپاره پېش كوم۔ اېم اېن اے دانیال عزیز ووئيل عمران خان معلوماتو كښې اضافه غواړي۔ په 3 اپرېل د پانامه معامله رامخې ته شوه وزيراعظم قام ته خطاب وكړو۔ پارلېمنټ ته راغلو او خپل ځان ئې احتساب ته وړاندې كړو۔ 20 ورځې پس ئې سترې محكمې ته خط وليكلو۔ په ګډه ټی او آرز له كمېټي جوړه كړې شوه۔ ولې دا ټولې چارې عمران خان نه ويني۔