د ترهه ګرۍ په ضد د عملياتو په نتيجه كښې د امنيت وضعه ښه شوې٬

د هېواد اقتصادي پرمختګ زيات شوې٬ پاكستان اېس سي او هېوادونو سره د ترهه ګرۍ مخنيوي تجربې شيئر كولو له چمتو دے۔د سرتاج عزيز په كرغزستان كښې د اېس سي او 15مې غونډه كښې د حكومتي مشرانو كونسل ته وېنا

د ترهه ګرۍ په ضد د عملياتو په نتيجه كښې د امنيت وضعه ښه شوې٬
د هېواد اقتصادي پرمختګ زيات شوې٬ پاكستان اېس سي او هېوادونو سره د ترهه ګرۍ مخنيوي تجربې شيئر كولو له چمتو دے۔د سرتاج عزيز په كرغزستان كښې د اېس سي او 15مې غونډه كښې د حكومتي مشرانو كونسل ته وېنا

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 3 نومبر2016ء) خارجه چارو لپاره د وزيرعظم سلاحكار سرتاج عزیز د ترهه ګرۍ مخ نيوي په ضد عملياتو كښې د كاميابو ذكر كولو سره وئيلي دي چې د عملياتو په نتيجه كښې د امنيت وضعه ښه شوې ٬د هېواد اقتصادي پرمختګ زيات شوې٬ پاكستان اېس سي او هېوادونو سره د ترهه ګرۍ مخنيوي تجربې شيئر كولو له چمتو دے٬ پاكستان ايس سي او ته ډېر اهميت وركوي او د ايس سي او د پاليسو او پروګرامونو به ملاتړ كوي۔

د دې خيالاتو څرګندونه ده په كرغزستان كښې د اېس سي او 15مې غونډه كښې د حكومتي مشرانو كونسل ته وېنا كښې وكړه۔د خارجه دفتر وياند له مخې خارجه سلاكار غونډې ته خپله وېنا كښې د ترهه ګرۍ مخنيوي په ضد د عملياتو په نتيجه كښې د پاكستان كاميابۍ رامخې ته كولو سره ووئيل چې د دې په نتيجه كښې هېواد كښې سرمايه كاري زياته شوې ۔ده ګډون كوٶنكي خبر كړل چې پاكستان د شېډول له مخې اېس سي او بشپړه غړيتوب لپاره په تګلاره عمل كوي او هيله ده چې پاكستان به جون 2017 كښې د قزاخستان په پايه تخت آستانه كښې د اېس سي او مشرانو په غونډه كښې د بشپړه غړي په حېث ګډون وكړي ۔

سرتاج عزيز ووئيل پاكستان د ايس سي او بشپړه غړيتوب له ډېر اهميت وركوي او د ايس سي او د پاليسو او پروګرامونو به ملاتړ كوي۔ سرتاج عزیز ووئيل پاکستان اېس سي او منطقه كښې او د دې نه بهر تجارت او توان لپاره سمندري او د زمكې لارو وركولو وړاندېز كړې ۔ ده ووئيل په سي پېك منصوبه په تندۍ سره كار روان دے دا منصوبه سيمه ايزو رابطو لپاره ډېره مهمه ده چې ورسره به د اېس سي او هېوادونو په منطقه كښې امن ٬ سلامتيا او اقتصادي استحكام او يو بل ته د نزدې كېدو كښې مرسته ترلاسه شي ۔

د غونډې په پايه كښې د ګډې اعلاميه هم جاري كړې شوې چې پكښې د اېس سي او منطقه كښې د رابطو په اهميت ټينګار وشو په دې لړ كښې د اېس سي او غړو هېوادونو د سړك ټرانسپورټ لوظنامو او خپل د روډونو ټرانسپورټ پروګرامونو زر تر زره تر سره كولو ته سلا وشوه۔ د مېکرو اکنامك او فنانس پحقله مرسته لا زياتولو په لړ كښې غړو هېوادونو انټر بېنكس كوآپرېشن څخه بشپړه استفاده كولو ٬ اېس سي او ډوېلپمنټ فنډ او اېس سي او ډوېلپمنټ بنانك جوړولو ته هم سلا شوي ۔

په غونډه كښې سرتاج عزيز د چين خارجه وزير وانګ یی، د کرغزستان خارجه وزير عبدالدئف ارلان او د ایران دوهم خارجه وزير ابراهیم رحیمپور سره جلا جلا ملاقاتونه وكړل ۔ په غونډه كښې د هېوادونو مشرانو سره سره د چين وزیراعظم لي چیانګ او د روسيې وزیراعظم دمتري مدودف هم ګډون وكړو۔