د دفاعي پیداوار ادارې د وسله وال ځواكونو او د قانون نافذ كونكو ادارو دفاعي ضروريات پوره كولو لپاره ټول صلاحيتونه پكار راولي۔د دفاعي پیداوار وفاقي وزير رانا تنوير حسېن د هيوي انډسټريز ټېكسلا د چيئرمېن لخوا په بريفنګ كښې څرګندونې

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 3 نومبر2016ء) د دفاعي پیداوار وفاقي وزير رانا تنوير حسېن په هيوي انډسټريز ټېكسلا كښې د الخالد ټينك ون پشمول د نورو درنو دفاعي آلاتو په تيارولو او مجموعي كاركردګۍ د اطمينان څرګندونه كولو سره وئېلي دي چې د دفاعي پیداوار ادارې د وسله وال ځواكونو او د قانون نافذ كونكو ادارو دفاعي ضروريات پوره كولو لپاره ټول صلاحيتونه پكار راولي۔

ده دا خبرې د زيارت په ورځ د دفاعي پېداوار پھ وزارت كښې د هيوي انډسټريز ټېكسلا چيئرمېن لخوا په بريفنګ كښې وكړې۔د اېچ آئي ټي چيئرمېن وفاقي وزير ته د ادارې په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو۔په دې موقع د دفاعي پیداوار وزارت سېكتر او نور اعلٰی چارواكي هم موجود وو۔وفاقي وزير د ادارې د پروژو كاميابي وستائېله۔ده د وسله والو ځواكونو او د قانون نافذ كونكو ادارو د تحفظ او سلامتيا د دفاعي آلاتو په ځايې كچه د جوړولو ستائنه وكړه۔چيئرمېن په دې موقع ووئيل چې په اېچ آئي ټي كښې په دفاعي آلاتو جوړولو د 968.7 ملين روپو بچت شوې او د برآمداتو د لارې 969.257 ملين ترلاسه كړی شوي دي۔