د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان لخوا د پېنډۍ ډويژن د انتظاميې پوليس او د آئي سي ټي پوليسو په درنښت كښې ظهرانه

د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان لخوا د پېنډۍ ډويژن د انتظاميې پوليس او د آئي سي ټي پوليسو په درنښت كښې ظهرانه

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 3 نومبر2016ء) د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان د پېنډۍ ډويژن د انتظاميې پوليس او د آئي سي ټي پوليسو په درنښت كښې ظهرانه وركړې۔په دې موقع افسرانو سره په خبرو كښې د كورنيو چارو وزير د دوي د وظيفائي صلاحيتونو ستائنه وكړه۔ده د تېرو څو ورځو په مهال د وفاقي پايه تخت صورتحال په قابو كښې ساتلو لپاره د پوليسو كاركردګي وستائېله۔د كورنيو چارو وزير ووئيل چې د پوليس افسرانو او چارواكو د ذمه وارې رويې په نتيجه كښې نه يوازې د پوليسو رښتنې تشخص بحال شوې بلكې د هغو وسله والو ډلو مخ نيوي لپاره يو مثال هم جوړ شوې كومو چې د قانون حكمرانۍ ته زيان رسولو او د وګړو په ژوند كښې يې خنډ پیدا كولو۔