د كراچۍ په لانډهي سيمه كښې د رېل ګاډي په پېښه كښې 17 كسه مړه او د 57 نه زيات ژوبل شول

د كراچۍ په لانډهي سيمه كښې د رېل ګاډي په پېښه كښې 17 كسه مړه او د 57 نه زيات ژوبل شول

كراچۍ (پاکستان نیوز پوائنٹ 3 نومبر2016ء) د كراچۍ په لانډهي سيمه كښې د رېل ګاډي په پېښه كښې 17 كسه مړه او د 57 نه زيات ژوبل شوي دي ۔د كراچۍ رېلوے ډويژن سپرټينډنټ نثار محمود د پیښې په اړه خبريالانو ته ووئيل زكريا ايكسپرېس د لانډهي رېلوے سټېشن سره نزدې ولاړ فريد ايكسپرېس سره ټكر شوے او په نتيجه كښې يې 17 كسه مړه او د 57 نه زيات ژوبل شوي۔ده ووئيل دواړه رېل ګاډي كراچۍ ته روان وو۔ده ووئيل په پېښه كښې ژوبل شوي كسان جناح روغتون ته رسولې شوي او درملنه يې روانه ده۔د رېلوے ډي اېس پي له مخې يو ټرېك بحال كړی شوې او په څو ساعتو كښې به د رېلوے ټرافېك بحال شي۔د پیښې پلټنې پېل كړی شوي۔د كراچۍ كمشنر اعجاز احمد خان مېډيا ته ووئيل د مرستې هلې ځلې په وخت ترسره كړی شوي دي۔