اوسني حكومت د تېلو او ګاز په اړه سرمايه كاري زياته شوې٬

په ژمي كښې به لوډشېډنګ د تېر كال نه كم وي٬ كورنو لپاره به د ګاز بيعه نه زياتوٶ۔د شاهد خاقان عباسي خبري كنفرنس ته وېنا

اوسني حكومت د تېلو او ګاز په اړه سرمايه كاري زياته شوې٬ 
په ژمي كښې به لوډشېډنګ د تېر كال نه كم وي٬  كورنو لپاره به د ګاز بيعه نه زياتوٶ۔د شاهد خاقان عباسي خبري كنفرنس ته وېنا

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 3 نومبر2016ء) د پټروليم او قدرتي وسيلو وفاقي وزير شاهد خاقان عباسي وئيلي دي په اوسني حكومت كښې د تېلو او ګاز په اړه سرمايه كاري زياته شوې او 90 پانګې معلومې كړې شوې٬ په ژمي كښې به لوډشېډنګ د تېر كال نه كم وي٬ كورنو له د ګاز بيعه نه زياتوٶ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ خبري كنفرنس ته خپله وېنا كښې وكړه ۔

په دې موقع د پټروليم سېكتر ارشد مرزا او د تېلو او ګاز ډوېلپمنټ كمپنۍ لېمټډ افسران هم موجود وو۔ وفاقي وزير ووئيل په تېره اونۍ كښې او جي ډي سي اېل په درې نوو ځايونو كښې د تېلو او ګاز پانګې معلومې كړې چې پكښې ګهوټكي ضلع كښې په خميسو٬ خيرپور كښې په كندن واري او متهري فيلډ څخه به مجموعي توګه 30 اېم اېم سي اېف ډي ګاز نظام كښې شامل شي۔ده ووئيل 90 پانګې معلوم كړې شوې كومې چې يو رېكارډ دے۔

ده ووئيل په نړيواله كچه د تېلو بيعه ټيټيدو په سوب سرمايه كاري كمه شوې خو پاكستان كښې سرمايه كاري زياتېږي ۔ده ووئيل په مجموعي توګه 319 كوهيان كېښنتلې شوې او 944 اېم اېم سي اېف ډي ګاز په نظام كښې شامل كړې شوے چې پكښې 466 اېم اېم سي اېف ډي ګاز نوې فيلډز او 478 نور فيلډز څخه شامل كړې شوې۔ ده ووئيل دغسې په نظام كښې 32 زره بېرله د ورځې په حساب تېل هم زيات شوې چې پكښې 11 زره د نوي فېلډز او 21 زره بېرله نورو فيلډز څخه سسټم كښې شامل كړې شوې كومه چې د او جي ډي سي اېل لويه كاميابي ده۔

د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د دويم اېل اېن جي ټرمينل بشپړېدو حتمي نيټه 30 جون كال 2017 ده خو دا به د دې نه وړاندې ترسره كړې شي ۔ د ګاز كمپرېسر كارولو پحقله ده ووئيل دا يو خطري عمل دے او د دې څخه زيات زيان هم كېدې شي خو زمونږ عملې ته كورنو ته د داخلېدو اجازه نشته خو د پوليس مرسته ترلاسه كېدې شي۔د يوې پورښتنې په ځواب ده ووئيل د كورنو لپاره د ګاز بيعه په زياتولو كوم غور نه دې روان.