د هېواد علماﺀ كرام٬ خطيبان او امامان به (نن) په مكه مكرمه د ميزائل بريد په ضد احتجاجي قراردادونه منظوروي

د هېواد علماﺀ كرام٬ خطيبان او امامان به (نن) په مكه مكرمه د ميزائل بريد په ضد احتجاجي قراردادونه منظوروي

لاهور (پاکستان نیوز پوائنٹ 3 نومبر2016ء) د هېواد علماﺀ كرام٬ خطيبان او امامان به (نن) د نومبر په 4مه نيټه د جمعې په ورځ په مكه مكرمه د ميزائل بريد په ضد احتجاجي قراردادونه منظوروي٬ په مكه مكرمه بريد د يونيم ارب نه په زياتو مسلمانانو بريد دے٬ هر مسلمان ته د مكې او مدينې ښارونه د خپله ځانه خواږه دي۔دا خبره د پاكستان علماء كونسل مركزي چيئرمېن او د وفاق المساجد پاکستان صدر حافظ محمد طاهر اشرفي خپل يو بيان كښې كړې۔

ده د هېواد ټولو علماﺀ كرام٬ خطيبان او امامان ته غږ كړې چې ھغوې د اكتوبر په 28مه نيټه د خوثي ياغيانو لخوا په مكه مكرمه د ميزائل بريد په ضد احتجاجي قراردادونه منظور كړي او مظاهرې وكړي ۔ ده ووئيل د وفاق المساجد 74 زره جوماتونو كښې به نن احتجاجي قراردادونه منظورولې شي او په بېلا بېلو ښارونو كښې به مظاهرې هم كولې شي۔