کراچۍ كښې د ټرېن پېښې ابتدائې پلټنې به په 72 ساعتو او بشپړ راپور به په 8 ورځو كښې ترسره كړې شي ٬

د حق رسېدليو كورنيو له به 15 لكه او ژوبل شوو له به درې نيم لكه روپې سړي سر وركولې شي۔ خواجه سعد رفيق

کراچۍ كښې د ټرېن پېښې ابتدائې پلټنې به په 72 ساعتو او بشپړ راپور به په 8 ورځو كښې ترسره كړې شي ٬
د حق رسېدليو كورنيو له به 15 لكه او ژوبل شوو له به درې نيم لكه روپې سړي سر وركولې شي۔ خواجه سعد رفيق

لاهور(پاکستان نیوز پوائنٹ 3 نومبر2016ء) د رېلوے وفاقي وزير خواجه سعد رفيق وئيلي دي کراچۍ كښې د ټرېن پېښې ابتدائې پلټنې به 72 ساعتو او بشپړ راپور به په 8 ورځو كښې ترسره كړې شي ٬ د حق رسېدليو كورنيو له به 15 لكه او ژوبل شوو له به درې نيم لكه روپې سړي سر وركولې شي٬ د ټرېن په پېښه غم جن يم او د ځپليو كورنيو په غم كښې برابر شريك يو۔ د زيارت په ورځ خپل يو بيان كښې ده ووئيل د ځينې غېر ذمه وارو د بې غورۍ په سوب د قيمتي ځانونو زيان او د ادارې بدنامي كېږي٬ د پېښې رېسكيو عمليات ترسره شوي۔

ده ووئيل په ريډ سګنل د اودرېدو په ځائ د زكريا اېكسپرېس ډرائيور رېل فريد اېكسپرېس سره ټكر كړے ٬ ډرائيو او دوهم ډرائيور تراوسه بې دركه دي٬ د سګنل خيال ولې ونه ساتلې شو دا به زر معلومه كړې شي۔ ده ووئيل بې غوري كوٶنكي به انصاف سره مخ كولې شي ۔ده ووئيل د دې نه د وړاندې پېښې ذمه وار معطل او قانون سره مخ كړې شوي.