اوس به كومه وسله واله ډله په مونږ خپله رائے مسلط كولې نه شي٬مونږ سړكونه٬

سكولونوه روغتونونه او كاروبار روان ساتلو او هغوي بندولو له جنګ كولو٬پوليس او قانون نافذ كونكو ادارو د قانون او آئين عملداري په ځاې كړه٬د پوليس او اېف سي په ابتدائي تنخا كښې فرق به 50 فيصده د راروانې مياشتې څخه او 50 فيصده به د 30 جون نه پس وركول پېل شي۔د داخله وزير چوهدري نثار علي خان پوليس لائن كښې دربار ته خطاب د اټك ډي پي او د پینډۍ آر پي او لپاره د قائداعظم پوليس ميډال او دوه اېس پيز لپاره د پاكستان پوليس مېډال وركولو سپارښتنه

اوس به كومه وسله واله ډله په مونږ خپله رائے مسلط كولې نه شي٬مونږ سړكونه٬
سكولونوه روغتونونه او كاروبار روان ساتلو او هغوي بندولو له جنګ كولو٬پوليس او قانون نافذ كونكو ادارو د قانون او آئين عملداري په ځاې كړه٬د پوليس او اېف سي په ابتدائي تنخا كښې فرق به 50 فيصده  د راروانې مياشتې څخه او 50 فيصده به د  30 جون نه پس وركول پېل شي۔د داخله وزير چوهدري نثار علي خان پوليس لائن كښې دربار ته خطاب د اټك ډي پي او د پینډۍ آر پي او لپاره د قائداعظم پوليس ميډال او دوه اېس پيز لپاره د پاكستان پوليس مېډال وركولو سپارښتنه

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 3 نومبر2016ء) د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان وئېلي دي اوس به كومه وسله واله ډله لارو ته په راوتو خپله رائے په مونږ نشي مسلط كولې٬مونږ د سړكونه٬سكولونه٬روغتونونه او د كاروبار راوانه ساتلو او هغوي د بندولو جنګ كولو٬عمران ښه پريكړه وكړه٬هېواد كښې د اړي ګړي څخه به دښمنانو ته ګټه ورسي٬ټول دې د سترې محكمې د پريكړې انتظار وكړي٬دفاع پاكستان كونسل د پيپلز ګوند په دور كښې جوړ شوے ؤ او په څو ګوندونو مشتمل دے او انتظاميې په خپلو شرطونو د جلسې كولو اجازت وركړې وه ۔

د زيارت په ورځ پوليس لائن كښې د اسلام آباد٬پنجاب٬اے جے كے٬پوليس او د اېف سي زلمو دربار ته خپل خطاب كښې داخله وزير ووئيل زه د اسلام آباد٬ پېنډۍ او ټول پاكستان وګړو لخوا د قانون عملداري په ځاې كولو د پوليس او قانون نافذ كوونكو ادارو زلمو او افسرانو مننه كوم۔ده افسرانو او ځوانانو له مباركي وركړه۔ده ووئيل لس كاله پس د پاكستان پوليس د هېواد په خاوره د قانون او آئين عملداري په ځاې كولو سره نړۍ ته پېغام وركړې چې اوس به كومه وسله واله ډله په پوليس خپله رائے مسلط نه كړې شي ۔

ده ووئيل تېرو ورځو كښې چې څه وشو دا نه جنګ ؤ او نه د چا ګټھ۔ده ووئيل پوليس او قانون نافذ كوونكو ادارو په سختو حالاتو كښې خپله ذمه وارۍ ترسره كړې۔داخله وزير د خېبرپښتونخوا پروېز خټك په هغه بيان د افسوس څرګندونه وكړه په كوم كښې چې هغه وئېلي وو چې ما ته يې اېف سي اهلكار مخې ته وردولې شوې وو۔داخله وزير ووئيل اېف سي د (ن)ليګ فورس دے او نه د پي ټي آئي دا د پاكستان فورس دے۔

ده ووئيل پروېز خټك دې په دې معامله سياست نه كوي۔ ده ووئېل پروېز خټك چې كله هم راغلې مونږ ورته هركلے وئېلې۔ده ووئيل عمران خان لويه او ښه پريكړه كړې هېواد كښې انتشهار به د دښمنانو په ګټھ وي ٬ ده ووئېل زه د عمران او پروېز خټك سره 40 كاله پخوانۍ ملګرتيا لرم۔ده ووئيل د افتخار چوهدري منع كولو له ښار بند كړے شوے ؤ او بيا هم چا اعتراض نه ؤ كړے هغه وخت چا ته آئين او قانون ياد نه وو۔

ده ووئېل لارې زمونږ په وجه بندې نه وې چا چې د وفاقي پلازمينې بندولو اعلان كړې وو د هغوي په سوب بندې وې۔داخله وزير ووئيل مونږ په خپل دور كښې كومه دهرنا او جلسه منع كړې نه ده۔ده په دې مهال د قانون عملدارۍ په ځاې كولو د ذيلي انتظامې كردار وستائېلو او د پېنډۍ او اسلام آباد انتظاميې ته مباركي وركړه۔ده په دې مهال اعلان وكړو چې اېف سي له به اوس انټرل سېكورټي الاؤنس هم وركولې شي۔

د رېټائرمنټ عمر زياتوو او دې سره سره به نورې آسانۍ هم وركولې شي۔ده ووئيل كه پروېز خټك به خېبرپښتونخوا كښې روغتون او سكول لپاره ځاې راكړي نو زه به پرې د اېف سي بچو لپاره سكول او روغتون جوړ كړم۔داخله وزير د اټك ډي پي او او پېنډۍ آر پي او له د قائداعظم پوليس مېډال او دوه اېس پيز له د پاكستان پوليس مېډال وركولو سپارښتنې هم وكړې۔ده ووئيل د زرګونو مجمعې مخ نيونكو زلمو ته به تاريخي سندونه وركولې شي۔د دې څخه وړاندې داخله وزير د قانون عملداري په ځاې كوونكو پوليس او اېف سي ځوانانو ته تعريفي سندونه وركړل۔