د كورنيو چارو وزير (نن) په پوليس لائن كښې پوليس دربار ته وېنا كوي

د كورنيو چارو وزير (نن) په پوليس لائن كښې پوليس دربار ته وېنا كوي

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 2 نومبر2016ء) د كورنيو چارو وزيرچوهدري نثارعلي خان به (نن) د زيارت په ورځ پوليس لائن كښې پوليس دربار ته وېنا كوي چې پكښې به د اسلام آباد اے جے كے٬ پنجاب پوليس او پوليس اهلكار موجود وي ۔ پوليس دربار ته خپلې وېنا سره سره به داخله وزير به اسلاآباد او خوا اوشا كښې په دې ورستيو كښې مړانې او فرض شناسۍ سره وظيفه تر سره كوٶنكو اهلكارو ته تعريفي سندونه هم وركوي ۔

ده ووئيل د اسلام آباد ٬ اے جے کے، پنجاب پولیس او اېف سي اهلكارو تېره ورځ اسلام آباد كښې امن باوري كولو او د اولس د ځان او مال تحفظ له ورځ او شپه وظيفه ترسره كولو سره دا ثابته كړې چې د قانون عملدارۍ باوري كولو له پوليس مركزي كردار لري او د قانون سرلوړۍ له پوليس ډېره جذبه لري۔ د پولیس د پېشه واره رويې او د كوټلي لائحې په هره كچه ډاډګيرنه شوې۔

د يادونې وړ ده امن په ځائ ساتلو په لړ كښې چې د پوليس او اېف سي خدماتو له مخې داخله وزير څنګه د پوليس اهلكارو چوكۍ اپ ګرېډ كولو منظوري وركړې دغسې ئې د اېف سي اهلكارو تنخاګانې د اسلام آباد پولېس برابر كولو هم منظوري ور كړې چې باقاعده نوټيفيكېشن به ئې وزیراعظم د منظورۍ نه پس جاري كولې شي ۔ د دربار په پائې كښې ټولو ګډون كوونكو له د مېلمستيا انتظام هم شوې چې پكښې به داخله وزير هم ګډون كوي۔