د مخدوم خسرو بختیار په مشرۍ كښې د سي ډي ډبليو پي غونډه د پولیو خاتمې لپاره اېمرجنسي پلان او د نوي ګاج بند د نظر ثاني شوو منصوبو جاج واخستې شو ٬

نوې ګاج بند منصوبه به سندھ كښې د څښلو اوبو او اوبه خور لپاره مرستياله وګرځي٬ په منصوبه به د سندھ حكومت سره په ګډه كار كولې شي۔ مخدوم خسرو بختیار

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز 03جنوری 2019ء) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير مخدوم خسرو بختیار په مشرۍ كښې د سنټرل وركنګ ډوېلپمنټ پارټۍ (سي ډي ډبليو پي) غونډه شوې چې پكښې د منصوبه بندۍ سېكتر ظفر حسن، د كمېسون غړو ، د وفاقي او صوبائي حکومتونو لوړ پوړو ګډون كولو۔ سي ډي ډبلیو پي د پولیو خاتمې لپاره اېمرجنسي پلان او د نوي ګاج بند د نظر ثاني شوو منصوبو جاج واخست ٬ غونډه كښې د مواصلات او د هاٶسنګ په څانګو كښې د صوبو دوه پوزيشن پيپرز هم وړاندې كړې شول۔

په غونډه كښې د پوليو خاتمې په اړه د 986.3 مېليونه ډالرو په منصوبه بريفنګ وركړې شو۔ غونډې ته ووئيل شول د كال 2019 تر پائې به په پوليو قابو موندل ممكن شي ٬ د پوليو بشپړه خاتمه او پالو اپ لپاره به دوه كاله نور پكار وي۔ مخدوم خسرو بختیار په دې موقع ووئيل د پوليو خاتمه په قامي ترجيحاتو كښې شامل ده او په دې قابو موندلو لپاره جامع منصوبه بندۍ ته اړتيا ده۔ سي ډي ډبليو پي د 47732.5 مېليونه روپو په لګښت د نظر ثاني شووې ګاج بند منصوبې هم جاج واخست۔ په دې موقع وفاقي وزير مخدوم خسرو بختیار ووئيل نوې ګاج بند منصوبه به سندھ كښې د څښلو اوبو او اوبه خور له مرستياله وګرځي٬ په منصوبه به د سندھ حكومت سره په ګډه عملدرآمد كولې شي۔