وزيراعظم هاؤس په اسلام آباد نېشنل پوهنتون كښې بدل كړی شوآئي اېن يو به پھ هېواد كښې تحقيق لپاره تر ټولو لويې سنټر آف ايكسيلينس وي

وزيراعظم هاؤس په اسلام آباد نېشنل پوهنتون كښې بدل كړی شوآئي اېن يو به پھ هېواد كښې تحقيق لپاره تر ټولو لويې سنټر آف ايكسيلينس وي

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز21دسمبر 2018ء) وزيراعظم هاؤس په اسلام آباد نېشنل پوهنتون (آئي اېن يو)كښې بدل كړی شو كوم به چې په هېواد كښې تحقيق لپاره تر ټولو لويې سنټر آف ايكسيلينس وي۔د وزيراعظم عمران خان د وژن په رڼا كښې د وزيراعظم هاؤس سركاري ودانۍ د اسلام آباد نېشنل پوهنتون پھ صورت كښې سنټر آف ايكسيلنس جوړولې شي كوم به چې د تحقيق په بنياد په پالېسۍ سازۍ كښې مرستې لپاره د هېواد تر ټولو لويه اداره وي٬په دې كښې به څلور لويې څانګې وي چې پكښې ګورننس٬ډوېلپمنټ٬كلائمټ او ټېكنالوجي شامل دي۔

آئي اېن يو به په ابتدائي توګه په انسټي ټيوټ فار ايډوانسډ سټډيز مشتمل وي كوم به چې په پاكستان او نړۍ كښې د ورپېښو چېلنجونو او د دې د حل په لړ كښې د سائنس په بنياد كلن راپور حكومت ته وړاندې كوي۔وزيراعظم عمران خان د جمعې په ورځ د آئي اېن يو په اړه د پرانستې دوه ورځني كنفرنس غوندې ته وېنا وكړه او د تعليم په اړه يې د حكومت عزم او خلك د غربت نه ويستلو لپاره د انساني وسيلو پرمختګ په اړه خپل وژن په ډاګه كړو۔

آئي اېن يو به د تحقيقي پروګرامونو معيار جوړولو لپاره په مهمو څانګو كښې د پي اېچ ډي په كچه پروګرام پېل كوي۔د آئي اېن يو ډيزائن به د ټولنې د خذمت په بنياد د تهرډ مشن آف يونيورسټي څخه پېل كېږي او بيا به سكينډ مشن ټيچنګ په پلو راوستلې شي۔په دې لړ كښې ټولو شراكتدارو د تعليم پوهانو او پالېسي جوړونكو سره مشوره شوې۔د كنفرنس پرانستې دستورې ته د تعليم وفاقي وزير شفقت محمود ووئيل چې وزيراعظم هاؤس په پوهنتون كښې بدلول د وزيراعظم عمران خان لوظ پوره كېدل دي۔

وزيراعظم د خپل انتخابي كمپائن په مهال او بيا د وزيراعظم جوړېدو نه پس په خپله وړومبۍ وېنا كښې وزيراعظم هاؤس په سنټر آف ايكسيلنس كښې د بدلولو اعلان كړې وو۔ده په هېواد كښې د غريب خلكو حالات په نظر كښې ساتلو سره څو ځله خپل دريځ وړاندې كړې چې هغه به د وزيراعظم هاؤس پشان په ودانيو كښې نه پاتې كېږي۔د جمعې په ورځ د آئي اېن يو پرانستې كنفرنس ته په خپله وېنا كښې هم وزيراعظم داسې سركاري ودانۍ د نو آبادياتي دور علامتونه وګرځول او وې وئېل چې كه ده د وزيراعظم هاؤس په ودانۍ كښې استوګنه كوله نو كله به هم خوب نه و ورغلې۔