اوس به هېواد كښې يوازې د قانون سرلوړي وي٬ د حكومت رټ څوك نشي چېلنج كولې٬ د وزيراعظم په امر به لويو لويو كسانو ته لاس اچولې شي۔ د شهريار اپريدي پوليس لائن هېډ كوارټرز كښې د لوئر كورس او د بېسك لوئر كورس پاسنګ آٶټ پرېډ دستورې ته وېنا

اوس به هېواد كښې يوازې د قانون سرلوړي وي٬ د حكومت رټ څوك نشي چېلنج كولې٬ د وزيراعظم په امر به لويو لويو كسانو ته لاس اچولې شي۔ د شهريار اپريدي پوليس لائن هېډ كوارټرز كښې د لوئر كورس او د بېسك لوئر كورس پاسنګ آٶټ پرېډ دستورې ته وېنا

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز19دسمبر 2018ء) د كورنيو چارو دوهم وزير شهريار اپريدي وئيلي دي اوس به هېواد كښې يوازې د قانون سرلوړي وي٬ د حكومت رټ څوك نشي چېلنج كولې٬ د وزيراعظم په امر به لويو لويو كسانو ته لاس اچولې شي۔ دوهم وزير دا خبرې د شورو په ورځ پوليس لائن هېډكوارټرز كښې د لوئر كورس او د بېسك لوئر كورس پاسنګ آٶټ پرېډ دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړې ۔

شهریار آپریدي ووئيل اوس به هېواد كښې يوازې د قانون سرلوړي وي٬ د حكومت رټ څوك نشي چېلنج كولې۔ ده ووئيل د مدينې رياست نه پس الله پاك پاكستان په كلمه جوړ كړې ٬ د پاكستان آئين او قانون د قرآن او سنت تابع دے۔ ده ووئيل د ځوانانو د قربانيو په سوب هېواد كښې امن راغلې ٬ په امن او جنګ كښې قانون نافذ كوٶنكې ادارې زمونږ طاقت دي او د دوي په بې شمېره قربانيو قام وياړ لري٬ ده ووئېل په خاوره قربانيدونكي ثاني نه لري۔

ده ووئيل كله چې وزیراعظم ما ته دا ذمه واري راوسپارله نو ما ته ئې وئيلي وٶ چې دا "ډېره لويه ذمه واري ده٬ د لوي څښتن نه غېر د چا په وړاندې سر مه ټيټوه" ده ووئېل د وزيراعظم د واضح امر دې چې لوي لوي شخصياتو ته لاس واچوئ۔ ده ووېيل زمونږ پوليس به د نړۍ مثالي پوليس جوړېږي٬ د خېبر پښتونخوا پوليس په تيرو 5 كالو كښې يو مثال ٶ٬ د اسلام اباد پوليس به هم ګرده نړۍ كښې مثال جوړوو۔

ده ووئيل تېرو واكمنو پوليس ځان لپاره كارولي٬ ده ووئېل اسټېټ آف دي آرټ آسانۍ او ټېكنالوي د رياست ذمه واري ده ٬ د دې له امله وزيراعظم سره په ملاقات كښې چې آئي جي څه غوښتي وزيراعظم ئې منظوري وركړې۔ ده ووېيل په ګرېند آپرېشن كښې مونږ د 357 اربه روپو زمكه د قبضه ګرو نه خلاصه كړې٬ چې پكښې د اسلام آباد پوليس كاركردګي د ټولو په وړاندې ده۔ ده ووېيل نشه اي توكې نوي كل لپاره ناسور دے٬ كله چې قام حوصله بېلي نو ځوانان په نشه كښې سكون لټوي٬ ده ووئېل قاچاقبر چې ونيولي شي نو څو ورځې پس ېې ضمانت وشي٬ زه د پاكستان چيف جسټس څخه اپېل كوم چې د قام سباٶن سره لوبې كوٶنكو سره نرمي ونه كړئ شي۔

۔ ده ووئيل طاهر داوړ شهيد د قام عزت دے دې كېس لپاره جوائنټ انوېسټيګېشن ډله جوړه شوې او ډې سره به پارلماني كمېټي هم جوړه كړې شي۔ ده ووئيل د سېف سټي پراجېكټ په نامه قام دهوكه كړې شوې ٬ زه مننه كوم چې د نېب چيئرمېن د دې نوټس واخست۔ ده ووېيل خلق وائي چې راٶ انوار ته ولې لاس نه اچوئ ٬ د راٶ انوار كېس په عدالت كښې دے او مونږ د عدالت د هرې پرېكړې احترام كوٶ۔ په دې موقع د اسلام اباد پوليس مشر هم دستورې ته وېنا وكولو سره پاسنګ آٶټ شوو له مباركي وركړه۔